بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي.
نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ.
د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ.
القادر ټرسټ د القادر پوهنتون د معياري کولو لپاره جوړ شوی وو او بسپنې پکې راټولېدلې. پر عمران خان تور دی چې د ټرسټ په دې پیسو کې یې درغلي کړې او هغه یې بې ځايه کارولې دي. عمران خان دا تورونه ردوي او په دې اړه مقدمو ته حاضر شوی وو.
یوشمېر هندیو رسنیو ویلي دي چې وسلوالو پر پنجور د مې پر شپږمه د لاهور په جوهر ټاون کې ډزې وکړې او هغه یې وواژه. د هند اېن ډي ټېلېوېژن ویلي دي چې ۶۳ کلن پنجور د خالصتان په نوم د سیکانو د جلا دولت جوړولو لپاره په هند کې په بریدونو تورن وو.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په يو بیان کې ویلي په ملاقات کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان، د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، جماعت اسلامي امیر سراج الحق او یوشمېر نور سیاستوالان شامل ول.
عیني شاهدانو مشال راډيو ته وویل چې نوموړي د تحریک انصاف په یوه جلسه کې وینا کړې وه او ځینو خلکو ته یې خبرې د اسلام سپکاوی وبرېښېدې نو د هغه وهل یې پیل کړل. دوی دا هم ویلي چې نګار عالم هم هلته ملا وو.
جنجال له هغه وخته پيل شوی وو چې د لکنو سوپر جاینټس لوبډلې په ۱۷م اوور کې ويرات کوهلي له نوين الحق او اميت میشرا سره بحث وکړ. بیا چې کله لوبه ختمه شوه، د مخالفو ډلو لوبغاړو یو بل ته لاسونه ورکول نو د ټېلېويژن پر ښيښه ښکارېدل چې د ويرات کوهلي او نوين الحق ترمينځ بیا ناندرۍ وشوې.
د سوات پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور د اپريل پر ۲۴مه د شپې ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د ابتدايي معلوماتو ترمخه، په چاودنه کې دا مرکز ويجاړ شوی دی. هغه زیاته کړه چې چاودنې د ترهګرۍ ضد مرکز په زړه ودانۍ کې د بارودي موادو په يو ډيپو کې شوې دي. په وژل شويو کې ۱۳ پوليس والا او ۳ ولسي وګړي دي.
د پاکستان مشر قاضي عمر عطا بندیال د وزیراعظم د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ټول اقدامات او فیصلې له ایین او قانون سره سمې کوي.
دوی د اپرېل پر ۲۲مه چې په پاکستان کې د اختر لومړۍ ورځ وه، د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې احتجاجونه وکړل او پر حکومت یې ټینګار وکړ چې د تحریک مشر مولانا هدایت الرحمان او نورې غړي دې خوشې کړي.
په روژه کې جګړه: د اوکرایني مسلمان پوځيانو ژوند
د ممکنه پوځي عملياتو پر ضد، پښتون ژغورنې غورځنګ د اپريل پر اوومه، د جنوبي وزيرستان په رغزۍ کې مظاهره کړې وه. د غورځنګ يو ځايي مشر مولانا زينت الله افغان د اپرېل پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې اېف سي ځواکونو له ځايي جرګې سره خبرې پېل کړې دي چې سيمه له خلکو خالي کړي ځکه چې دوی هلته عملیات کول غواړي.
د وزيراعظم شهباز شريف دفتر د اپريل پر نهمه رسنيو ته په ليږلې يوه خبرپاڼه کې ويلي چې کابینې پر دې مسله اوږد بحث وکړ او مناسبه وګڼل شوه چې نورې خبرې پرې په پارليمان کې د خلکو استازي وکړي.
اسوشيېټېډ پریس اژانس په کابل کې د یو بل ديني عالم، توريالي همت چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت برخه دی، له خولې ليکلي چې نجونو ته باید د زده کړو زمينه برابره شي.
په افغانستان کې په ملګرو ملتونو کې له ۶۰۰ ښځينه کارکوونکو څخه یې ۴۰۰ افغانانې دي او په هغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د ټولو ۳،۹۰۰ کارکوونکو له ډلې یې ۳،۳۰۰ افغانان دي.
د پاکستان له بېلابېلو سیمو ځينې نرښځيان پلازمېنې اسلام اباد ته تللي او له کلونو راهیسې هلته اوسېږي. دوی وايي خپل کور کلی یې ځکه پرېښی چې د کورنيو غړيو ورسره بد چلند کاوه. خو دوی بیا هم وايي چې له کورنيو پرته په مساپرۍ کې روژې او اختر خوند نه لري.
نور وښیئ