باز محمد عابد په ننګرهار کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان د ختیز ولایتونو پر چارو رپورټونه جوړوي.
د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست او د افغانستان لپاره نړيوالې رواني ټولنيزې ادارې (اپسو) د کتاب د اوونۍ تر عنوان لاندې په جلال اباد کې د کتاب دوه ورځيني نندارتون د شبنې يا خالي په ورځ پرانست.
په ننګرهار کې د جميعت اصلاح په نوم يوې ټولنې د بدخشان ولايت له ناورین ځپلو لپاره په جلال اباد کې په سلګونه زره افغانۍ مرستې راټولې کړي او د ضرورت وړ توکي يې پرې اخيستي چې د نهې پر ورځ يې د مرستو رسولو په خاطر له جلال اباد څخه د بدخشان په لور د يوه کاروان په توګه حرکت وکړ.
د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د فرمان په اساس د ننګرهار له زندان څخه ۱۵۵ تنه بنديان خوشی کړل شول.
ننګرهار سوداګر د صنعتي پارکونو د کارخانو سپارلو په لار کې امنيت او د برېښنا نشتوالی لوی خنډونه ګڼي.
د جلال اباد ښار ته څيرمه د سرک په غاړه هره ورځ په سلګونه تنه ځوانان د ورځ مزدورۍ په خاطر راټوليږي، چې اکثرو ته يې په ټوله ورځ کې هم کار پيدا نه شي او ناهيلي کورونو ته ستنيږي. دوی له حکومت نه غواړي چې د کارموقعې ورته برابرې کړي
د ښځو د حقونو په وړاندې د ستونزو د له منځه وړلو تر سرليک لاندې د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې يو ورځينی کنفرانس د دوشبنې يا ګل په ورځ تر سره شو.
د اتوار په سهار شاو خوا نهه نيمې بجې چې په جلال اباد ښار کې د عدليې رياست ودانۍ ته بريدګر ننوتي ول، د څه کم څلورو ساعتونو نښتې وروسته د درې تنو وسله والو بريدګرو په شمول په کې ۷ تنه وژل شوي او ۲ تنه په کې
د افغانستان په ختيځ کې کونړ يو غرنی ولایت دی او له پاکستان سره د ډيورنډ په کرښه پروت دی. د تير څه باندې يوه کال راهيسې له دغه ولايت څخه بهرني ځواکونه وتلي او امنيتي چارې يې افغان ځواکونو ته سپارل شوي
د پوليو يا د ګوزڼ پر ضد د واکسينو دا کمپاين چې د اتوار په ورځ پيل شو، د نهې تر ورځې پورې به دوام وکړي. په دې کمپاين کې به پر ننګرهار سربيره، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو کې تر نهه نيم لکو پورې
د افغانستان په ختيځ کې د افغان ښځو شبکې په نامه ټولنې په سوله او امنيت کې د ښځو د کردار تر عنوان لاندې د شنبې په ورځ يوه مشورتي غونډه رابللې وه چې کارپوهان به په کې خپل نظريات وړاندې کوي.
چارواکي وايي چې د يادې ولسوالۍ اړوند ډيرې سيمې يې له وسله والو طالبانو پاکې کړي دي او تر هغې به خپلو عملياتو ته دوام ورکړي څو پورې چې په ټوله ولسوالۍ کې امن نه وي راوستی.
په ننګرهار کې د څلويښت ميلونو ډالرو په ارزښت د کور جوړولو د پروژې د بنسټ ډبره کيښودل شوه. په دې پروژه کې به شپيته لوړ پوړيزې ودانۍ جوړيږي چې دوه نيم زره د استوګنې اپارتمانونه (کورونه) به ولري.
پيښور چې د ګلونو ښار ورته ويل شوی، د کال په څلورو فصلونو کې پکې موسمي او غير موسمي ګلونه پيدا کيږي . په تيره بيا چې اوس په سيمه پسرلی دی، ډول ډول ګلونه يې په بازارونو کې په نظر راځي.
د افغانستان د کار، ټولنيزو چارو وزارت له اړخه د ختيځو ولایتونو په کچه د حرفوي يا کسبي مهارتونو د پراختيا په خاطر د سيشنبې پر ورځ په جلال اباد کې يوه غونډه تر سره شوه.
د دې ورکشاپ نه موخه دا وه چې زموږ د وياندويانو قابليتونه لوړ شي. او هغه ګډ هدف چې مطبوعاتي ادارې او د رسنيو ادارې يې لري، چې د مالوماتو د تبادلې اصل دی، هغه موږ د دې ورکشاپ نه وروسته لا ښه کړو.
د ننګرهار والي د ټاکنو د بهير د پرامنه تر سره کيدو په خاطر د دغه ولايت يو شمير امنيتي چارواکو او ځينو اداري مشرانو ته د ښې کارکردګۍ په ویاړ د يوې غونډې په ترڅ ساینليکونه ورکړل.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په حصارک او بټي کوټ ولسواليو کې يې د عملياتو په نتیجه کې ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژلي او درې تنه يې ټپيان کړي او څلور تنه ملکي وګړي هم وژل شوي .
په ننګرهار کې ای، ډي، ايف یا د زراعتي انکشاف صندوق په دغه ولايت کې د زراعتي توکو صادراتي کړنلاره او د صادراتو په پراختيا کې د هغې اغيزې تر عنوان لاندې يو ورځينی سيمينار تر سره کړو
د ويساک دا ميله د شنبې په ورځ پيل شوې وه چې په ترڅ کې یې د سيک مذهب سره تعلق لرونکي میرمنې او سړي د سرخرود سلطان پور سیمې ته ورغلل او هلته يې د خپلو مقدسو چينو تر څنګ خپل مذهبي مراسم
د ننګرهار والي وويل چې هغه اهداف چې د افغانستان دښمنان يې غواړي په هيڅ صورت به دوی هغې ته ونه رسيږي. نه به کوم ولايت سقوط کړي، نه به کومه ولسوالي ونيسي او نه به هغه نظام له منځه يوسي
نور وښیئ