د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ډاکټر اشرف غني په ملاتړ ډرامايي کمپاين تر سره شو

د افغانستان ولسمشرۍ ته د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د دويم پړاو د ټاکنیز کمپاين يو شمير استازو په جلال اباد ښار کې د يوې ستيج ډرامې په ښودولو سره له خلکو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سوکالي او ابادۍ په خاطر دې خپلې رايې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته ورکړي.

دغه ستيج ډرامه وتلي لوبغاړي ضیاالرحمن لالاخيل لیکلي وه، چې د تيرې جمعې په ورځ يې له شريف الله مشکور سره يې په ګډه د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ کرکټ لوبغالي کې د سلګونو تنو ځوانانو په وړاندې په تمثيلي بڼه وښودله.

ضیاالرحمن لالا خيل وايي چې د ډرامې له ښودلو يې مقصد داو چې د خلکو پام په ټاکنو کې برخې اخيستلو ته واوړي.

« دا صرف د دې په خاطر وه چې ځوانان خپلو مسووليتونو ته متوجه شي، د دويم پړاو ټاکنې راتلونکي دي، په دې کې چې هر څنګه وي، په هر قيمت وي، داسې يو نوماند وټاکې چې هغه سره د افغانستان راتلونکی تغير ومومي او په دې ډرامه کې ځينې منفي نقاط وو چې دا خلک مو ورته متوجه کړل.»

د محراب ګل فلص په نوم یو ځوان وايي چې د ډرامې په ليدلو سره ورته د خپلې رايې اهمت څرګند شو.

د ډرامې له نندارې نه وروسته په سلګونو ځوانانو له هغو ترانو سره اتڼونه او نڅاوې وکړې.
XS
SM
MD
LG