باز محمد عابد په ننګرهار کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان د ختیز ولایتونو پر چارو رپورټونه جوړوي.
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د شري ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ویکسینو اووه ورځينی کمپاین پیل شو.
په افغانستان کې د سولې او يو والي د ټينګښت په خاطر د قبایلو او سرحداتو وزير له یو شمير قومي مشرانو او مخورو په ګډون ننګرهار ته راغلی و او د يوې غونډې په ترڅ کې يې په ولسونو غږ وکړ چې د سولې او يو والي په راوستو کې له دولت سره پوره ونډه واخلي.
په وژل شويو کې د سپرغۍ په نامه يو قوماندان هم شامل دی چې پخوا له وسله والو طالبانو سره فعال و خو اوس له داعش سره يو ځای شوی و.
په جلال اباد کې د پښتونستان چوک څلی چې له څو کلونو راهيسې د نه پاملرنې له امله ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې و، يو ځل بیا په نسبي ډول ورغول شو او د باچاخان تصويرونه او د پښتونستان جنډه يې پرې وځړوله.
د افغانستان د نورو ولایتونو په څیر په ختيځو ولایتونو کې هم ماشومانو ته د پوليو په ضد د واکسينو د څاڅکو د ورکولو درې ورځينی کمپاين پيل شو. د روغتيا چارواکي وايي چې کمپاين کې به څه باند
د ننګرهار د سولې کميټې سره ۱۸ تنه د دولت وسله وال مخالفين يو ځای شول. چارواکي وايي چې دغې وسله والو به د تورخم جلال اباد د لارې په اوږدو کې په بيلابیلو ولسواليو کې د دولت او ولس ضد وسله وال فعالیتونو تر سره کول.
د ننګرهار ديني عالمانو د سولې د روانې پروسې او د افغان ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ د يوې غوندې په تر سره کولو سره وکړو.
په ننګرهار کې د ۲۲ ولسواليو د کريکټ د ټيمونو تر منځ چې دوه اوونۍ وړاندې د کريکټ سيالۍ پیل شوې وې، پرون د جمعې په ورځ يې فاينل (پایلوبه ) د کوچيانو او ګردي غوث د ټيمونو تر مڼخ وشوه چې د کوچيانو ټيم په دې وتوانېدو چې د ګردي غوث ټيم ته ماتې ورکړي.
په ننګرهار کې په لومړي ځل د وينې انټرنيټي بانک پرانيستل شو چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې به د هغو کسانو لپاره اسانتیا پيدا کړي چې وینې ته اړ دي.
ولسمشر محمد اشرف غني وويل: د دولت وسله وال مخالفين له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جنګيدو توان نه لري، ځکه ماشومان او بې ګناه ولس په نښه کوي.
د ننګرهار ولایتي شورا د دغه ولايت د امنيت د ټینګښت په خاطر له مرکزي دولت نه د يوه خاموشه احتجاج په توګه د امنيتي ځواکونو په تشکیلاتو کې د زیاتوالي غوښتنه وکړه
د جلال اباد پروني ځانمرګي بريد ۱۵۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه. نن په جلال اباد ښار کې د ګڼ شمير مدني ټولنو فعالان په يوه لاريون کې د پيښې ځای ته د احتجاج په ډول ورغلل او خپل تعزيت يې څرګند کړو.
د افغانستان په جلال اباد کې ځانمرګي بريد ۳۳ تنه ملکي وګړي وژلي او تر سلو زیات يې ژوبل کړي. دغه ځانمرکي بريد نن شهار شاو خوا اته نيمې بجې د جلال اباد ښار مخابراتو څلور لارې ته څيرمه د کابل بانک مخې ته رامنځته شو چيرته چې په لسګونو کسان بانک د ننوتو په کتار کې ولاړ وو.
د افغانستان په جلال اباد کې ځانمرګي بريد ۳۳ ولسي وګړي وژلي او تر سلو زیات يې ژوبل کړي دغه ځانمرکي بريد نن (شنبه) شهار شاو خوا اته نيمې بجې د جلال اباد ښار مخابراتو څلور لارې ته څيرمه د کابل بانک مخې ته رامنځته شو چيرته چې په لسګونو کسان بانک د ننوتو په کتار کې ولاړ وو.
په ننګرهار کې د څه باندې لس ميلونو ډالرو په ارزښت څوارلس بابه ښوونځي او درې کلینیکونه جوړيږي.
د نارنج ګل چې د تيرو پنځوسو کلونو راهيسې د يوې ميلې او مشاعرې په توګه نمانځل کيږي، سږکال هم د يوې درنې مشاعرې په جوړيدو سره ونمانځل شوه چې د افغانستان له بیلابيلو ولایتونو څخه ورته په سلګونه تنه شاعران بلل شوي وو.
د ننګرهار د ښځو چارو رياست په ماشومتوب کې د نجونو د ودونو او د هغې پايلې تر عنوان لاندې يوه غونډه رابللې وه چې بیلابیلو ويناوالو په یاده موضوع رڼا واچوله او له پلرونو څخه په جدي ډول غوښتنه وشوه چې خپلې لوڼې له بلوغت نه مخکې واده نه کړي.
په ننګرهار کې ۵۵ نجونو د قابله ګۍ او نرسنګ دوه کلنه روزنه بشپړه کړه او له عملي زده کړو وروسته د فراغت سندونه یې واخیستل.
په جلال اباد کې د بزګر د جشن تر عنوان لاندې د کرنيزو او توليدي محصولاتو درې ورځینی نندارتون پرانستل شو. دغې نندارتون کې په لسګونو شرکتونو خپل تولیدات نندارې ايښي وو.
د سيمې يو تن قومي مشر مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دوی به د خپل ځان د دفاع په خاطر اولادونه په سيمه ييزو پولیسو کې ګماري.
نور وښیئ