د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ډورن بريد اووه تنه وسله وال وژلي


د افغانستان په کندهار کې د امریکا یوه بې هوابازه الوتکه په هوايي ډګر کې ولاړه ده.
د افغانستان په کندهار کې د امریکا یوه بې هوابازه الوتکه په هوايي ډګر کې ولاړه ده.

په وژل شويو کې د سپرغۍ په نامه يو قوماندان هم شامل دی چې پخوا له وسله والو طالبانو سره فعال و خو اوس له داعش سره يو ځای شوی و.

چارواکي وايي چې د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې اوه تنه وسله وال وژل شوي دي.


د ننګرهار امینه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقيوال د سېشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل:

«تېره ورځ ناوخته د لالپورۍ او بټي کوټ ولسوالیو تر مځ د سمڅو په سيمه کې د بهرنیو ځواکونو بې هوابازه الوتکې وسله وال په نښه کړي او اووه تنه پکې وژل شوي دي»

بلخوا د بټي کوټ ولسوال محمد غالب مجاهد مشال راډيو ته وويل چې د پيښې له ځایه شپږ مړي بټي کوټ ولسوالۍ ته وروړل شوي دي چې د دغې سيمې اصلي اوسېدونکي ول. د ده په خبره په هغوی کې پینځه تنه د بټي کوټ ليسې زده کوونکي دي.

ولسوال زیاتوي چې په وژل شويو کې د سپرغۍ په نامه يو قوماندان هم شامل دی چې پخوا له وسله والو طالبانو سره فعال و خو اوس له داعش سره يو ځای شوی و.


د ننګرهار معارف ریاست ویاند محمد اصف شینواري هم مشال راډيو ته وويل چې په یاد بريد کې څلور تنه د بټي کوټ د لیسې د بېلابېلو ټولګيو زده کوونکو وو.


هېڅ یوې وسله والې ډلې د یادې پيښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG