باز محمد عابد په ننګرهار کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان د ختیز ولایتونو پر چارو رپورټونه جوړوي.
د ننګرهار په خيوې ولسوالۍ کې د جاپان په مرسته د څه باندې درې میلیونو ډالرو په ارزښت د مروارید دوه په نوم د اوبو رسولو يو کانال او استنادي دیوال د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو.
په ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون د جوړيدو د بنسټ ډبره کيښودل شوه. چارواکي وايي چې دغه پوهنتون چې په زر جریبه ځمکه باندې جوړيږي، دوه نیم سوه میلیونه ډالر لګښت به پرې راشي چې په پينځلسو کلونو کې به بشپړ شي.
په ننګر هار کې د هغه په یاد کې یوه غونډه وشوه. د غونډې ګډونوالو وویل چې هغه په خپله شاعرۍ کې کومې خبرې په ګوته کړې وې هغه ټولې نن ریښتیا وګرځیدې.
د افغانستان د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو له چارواکو سره د عمل د پروګرام په بنیاد د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي يوه هوکړه لیک امضا کړ چې له مخې به يې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په مخنيوي کې ګډه مبارزه کوي.
پوهان وایي ښيګڼه په ټولو کلتورونو کې اهمیت لري او بیا پښتانه یي تر خپله وسه او تر عمره پالي، او حته خپلو ایینده نسلونو ته یي هم په یادوي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې په بيلابيلو پيښو کې يې ۱۴۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي او چاودېدونکي چ مواد نیولي چې په تړاو يې څلور تنه هم نیول شوي دی.
په دې وروستيو کې د کندوز، هلمند او فراه ولایتونو څخه په زرګونو کورنۍ د جنګونو له امله بې ځایه شوي. په ننګرهار کې يو شمير مدني فعالانو بې ځایه شويو کورنيو سره د مرستو د راټولو په خاطر په جلال اباد ښار کې امدادي کميپونه لګولي او له خلکو څخه مرستې جلبوي.
په ننګرهار کې د پوليو پر ضد د ویکسینو د تطبیق درې ورخنې کمپاین پیل شو. د روغتيا چارواکي وايي چې په دغه کمپاین کې به څه کم اوه سوه زرو هغو ماشومانو ته د ویکسین دوه څاڅکې تطبیق شي، چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.
د جاپان هيواد د جایکا موسسې په مالي مرسته او د يو این او پي ايس په تخنیکې مرسته د څه باندې لسو میلونو ډالرو پروژې د یکشنبې يا اتوار په ورځ د بهسود ولسوالۍ اړوند د حضرت ابوبکر صدیق په ښوونځي کې د يوې غونډې په ترڅ کې پرانستل شوې.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ۹۲ میله بېلابېلې وسلې چې د عملیاتو او جنايي جرمونو په دروان کې يې نيولې وې، ډایاک یا د بې وسلې کولو پروکرام ته وسپارلې.
د تيرې جمعې په ورځ په کابل کې د استاد رباني د پينځم تلین په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي توهین وشو چې په شمير ولایتونو کې يې پر وړاندې غبرګونه وښودل شول.
د جاپان د پي ايم ايس موسسې په مرسته د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند د میرانو کلي سربند او استنادي دېوال د دوشنبې په ورځ ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د یکشنبې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې له خپلې دندې استفا ورکړه. نوموړي د خپلې استفا لاملونه د خپلو شخصو ستونزو تر څنګ د خلکو ستونزو ته په تمامه مانا نه لاسرسی وبلل.
د جلال اباد ښار اوسیدونکي د چاپيریال له ککړتیا نه شکایت کوي، دوی د چاپيریال د ککړتیا د نورو عواملو څخه عمده لامل په ښار کې د ريکشو ډير والي ګڼي. بلخوا چارواکي هم مني چې په ښار کې د ريکشو ډير والي چاپيريال ککړ کړی دی.
د ننګرهار قومي مشران او ولایتي شورا د لسو ورځو لپاره د هغه ګواښ څخه لاس په سر شول چې دوه اوونۍ وړاندې يې ویلې وو چې، که مرکزي حکومت يې روا غوښتنې ونه مني، دوی به له حکومت سره پرېکون اعلان کړي.
د افغانستان د ننګرهار ولایتي ادارې له اړخه د سولې نړیواله ورځ ولمانځل شوه چې ویناوالو په کې له افغان حکومت سره د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د سولې له بهير نه ملاتړ وکړ او پر نورو وسله والو ډلو يې غږ وکړ چې له مخالفت نه لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځای شي.
د سپټمبر په ۱۴ نيټه په جنوبي کوریا کې د اسیا په کچه د کراټو نړیواله سیالي تر سره شوېوه چې په افغانستان کې کراټو د نړیوال سازمان استازي اباسین شینواري په کې دریم مقام ګټلی و.
د جلال اباد ښار دویمې ناحيې اړوند په لسو جريبه ځمکه باندې تفریحي پارک د ۲۳ میلونو افغانیو په ارزښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دوشنبې پر ماښام د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره د باریکاب په سيمه کې په ترافیکي پيښه کې درې تنه صرافان ووژل شول.
د اداري فساد د مخنيوي په خاطر د ټيکیشن په نوم يوې ادارې په جلال اباد کې درې ورځنی ښوونيز سیمینار پرانست چې له مخې به يې د کمپيوټر ساینس پوهنځي په يو شمير ځوانانو او مدني فعالانو ته په کمپیوټر او موبایلونو کې د داسې اپلیکیشنونو په اړه روزنه ورکوي چې د اداري فساد په مخنيوي کې مرسته وکړای شي.
نور وښیئ