د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په زیاته اندازه، نشه يي توکي نيول شوي


په جلال اباد کې نشه يي توکي او د مخدره موادو سوداګر نیول شوي دي.
په جلال اباد کې نشه يي توکي او د مخدره موادو سوداګر نیول شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې په بيلابيلو پيښو کې يې ۱۴۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي او چاودېدونکي مواد نیولي چې په تړاو يې څلور تنه هم نیول شوي دی.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال د سیشنبې په ورځ د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل:

« تېره ورځ د روداتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په درېوو سراچه موټرو کې ۱۴۱ کیلو ګرامه تاریاک، چرس او هيروین چې په ډير مهارت سره په یادو موټرو کې ځای په ځای شوي وو، کشف او تر لاسه کړي په تور يې څلور تنه نیول شوي چې فعلاً تر پوښتنو او ګرویږونو لاندې دي.»

مشرقیوال وايي چې د ترهګرۍ په ضد د مبارزې پوليسو د کابل، جلال اباد په لاره يو شمير چاودونکي توکي کشف او تر لاسه کړي دي.

« د ترهګرۍ په ضد د مبارزې مدیریت کارمندانو د کابل، جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د کاکڅ په سيمه کې پينځه فایره د راکټ مرمۍ، پينځه عدده د وسایطو ضد هغه ماینونه چې موټرو کې ځای په ځای کیږي او موټر ترې اور اخلي، يو میل پیکا او يو میل تفنګچه او نور چاودونکي توکي کشف او تر لاسه کړي دي.»

نوموړی زیاتوي چې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ تر چتر لاندې پوليسو بیلابيلې مسلکي زدکړې تر لاسه کړي چې له امله يې په تيرو څو میاشتو کې ډيرې لاسته راوړنې لرلي او په جرمونو کې کموالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG