د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د جاپان په مرسته ۱۴ ښوونځي ودان شول


د جاپان هيواد د جایکا موسسې په مالي مرسته او د يو این او پي ايس په تخنیکې مرسته د څه باندې لسو میلونو ډالرو پروژې د یکشنبې يا اتوار په ورځ د بهسود ولسوالۍ اړوند د حضرت ابوبکر صدیق په ښوونځي کې د يوې غونډې په ترڅ کې پرانستل شوې.

په ننګرهار کې د جاپان د جایکا موسسې په مرسته د څه باندې لسو میلیونو ډالرو په ارزښت ګڼې پروژې تر بشپړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دغو پروژو څوارلس بابه ښوونځي، درې بابه کلینیکونه او دوه سرکونه شامل دي.

د پروژو د پرانستې پر مهال د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال د ښوونځيو د ودانيو جوړیدل د ننګرهار لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله، ويې ويل:

"دا چې موږ ته د جایکا له خوا او د یو، این ،او، پي، ايس له په تخنیکي مرسته دا ښوونځي جوړ شول، دا د ننګرهار لپاره ډيره لویه لاسته راوړنه ده. دوه سرکونه، څوارلس مکتبونه او درې کلینیکونه چې شاوخوا لس ميلونه ډالر پرې مصرف راغلی، ما چې تر کومه هیيت راليږلی، ښه اساسي مکتبونه جوړ شوي، تر يوه کاله پورې چې څه نواقص په کې رامنځته کيږي، دا شرکتونه به يې تر سره کوي."

د ننګرهار د پوهنې ریيس استاد الله داد اسماعلزي په خپلو خبرو کې د جایکا موسسې له چارواکو وغوښتل چې په د خپلې مرستې د نورو ښوونځيو په جوړولو ولګوي.

"د دغه ودانيو په جوړولو سره به څه کم دولس زره شاګردانو ته په سرخرود او بهسودو ولسواليو کې د زده کړې زمینه مساعديږي. دا ډيره غټه لاسته راوړنه ده. د جایکا له موسسې نه د مننې تر څنګ دا تقاضا لرم چې دا موږ ته بسنه نه کوي، تر کومه چې دوی کولای شي، موږ ته دې د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي."

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان به هغه وخت په خپلو پښو ودريږي، کله چې افغان خپل اولادونه د علم په جامه سنبال کړي.

"په تيرو څلورو لسیزو کې د شوروي اتحاد له یرغل نه واخله د امریکا تر متحده ایالاتو پورې، د د نړۍ له ګوټ ګوټ نه نړیوالو په افغانستان کې مالي مرستې هم کړي، نظامي حضور يې هم درلود خو خو دا وطن جوړ نه شو. دا وطن به هغه وخت جوړيږي، چې موږ خپل بچيان، خپل اولادونه او خپل افغانان په علمي، افغاني او اسلامي غرور باندې ورزو. له دې نه به موږ ته بله ستره پروژه وي او نه شته."

د یادولو ده چې لا هم په ننګرهار کې تر څلور نیم سوه پورې ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کوي.


د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې دوی په دې هڅه کې دي چې په تعليمي برخه کې مرستندویه موسسې وهڅوي چې په بېلابېلو ولسواليو کې د ښوونځيو لپاره د ودانیو د جوړولو په برخه کې مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG