انیسه اجمل د مشال راډیو خبریاله ده چې د پاکستان او افغانستان په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي. نوموړې د "نا ویلې خبرې" په نوم پاډکاسټ جوړوي چې پکې پر هغو موضوعاتو بحث کېږي چې اکثر ورباندې خلک د فرهنګي او ټولنیزو محدودیتونو له وجې نه غږېږي. د پاډکاسټ ټولې برخې دلته اورېدای شئ.
په کوټه کې د ټي بي روغتون مشر ډاکټر نورالله موسا خیل وویل، په بلوچستان کې د ټي بي له کیسونو داسې معلومیږي چې دا ۲۰ یا ۳۰ فيصده زیات شوي دي
په جنوبي وزیرستان کې د معذورانو د تنظیم وزیرستان معذور فاونډیشن مشر ممتاز محسود چې په ۲۰۱۶ز کال کې یې د ماین په چاودنه کې پښه پرې شوې وه، د مارچ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې له دوی سره په جنوبي وزیرستان کې د شاوخوا ۳۰۰۰ معذورانو نومونه لیکل شوي چې پکې ګڼ کسان د ماینونو له وجې هم
له دی وړاندې هزارې، باچا خان او پېښور یونیورسټیو هم ورته اقدام عملي کړی دی.
د شمالي وزیرستان چارواکي ادعا کوي چې پوځ د وسله والو پر ضد کامیابه عملیات کړي او سیمه یې له وسله والو څخه پاکه کړې ده.
د ځوان ډاکټرانو اتحادیې یو مشر ډاکټر رضوان کنډي د مارچ پر دریمه مشال رېډیو ته وویل چې د پاکستان په نورو صوبو کې د ماشومانو لپاره په ځانګړو روغتونونو کې د هرې ناروغۍ علاج کېږي خو په خیبرپښتونخوا کې د ماشومانو ځانګړو هسپتالونو د کمي له وجې د زړه، مغزو او دغسې د نورو غټو ناروغیو د درملنې لپاره
د مېرمنو دغه ټولنه وايي، چې په ۲۰۲۰ز کال کې د هېواد په ۲۵ ضلعو کې پر ښځو د تشدد ۲۲۹۷ پیښې ثبت شوي دي.
د محمد علي سدپاره زوی ساجد سدپاره د فبرورۍ پر اتمه مشال رېډیو ته وویل چې دې هم له خپل پلار سره کې۲ غره ته په ختو کې ملګری وو خو شاوخوا اته زره میټره بره ختلو وروسته د اکسیجن د کمي له وجې راکوز شو.
د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر سلطان محمد خان وايي چې دوی بلدیاتي انتخابات په مرحلو کې نه بلکې په یوه ورځ کول غواړي او د کورونا وبا په خاطر په صوبه کې د روان کال له سپټمبره وړاندې بلدیاتي ټاکنې نشې کولای.
د صوبې صحت محکمې سیکتر امتیاز حسین شاه د فېبرورۍ پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان شناختي کارډ لرونکي ټول وګړي له صحت انصاف بیمې ګټه اخیستې شي.
دا کمپاين د جنسي ځورونو ښکار ښځو د ژغورنې ادارې محتسبې رخشنده ناز په مشری د اوو بشري حقونو حکومتي ادارو په مرسته شروع شوی.
د مسلم ليګ نواز دې مشر د پاکستان احتساب قامي ادارې "نېب" تور پورې کړ چې د ده په وينا، د سياستوالانو د بدنامولو هڅې يې پېل کړې دي.
د پوهنتون ویاند شاهد رباني د جنورۍ پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې د جامو او سنګارېدو دا اقدام به راتلونکې میاشت د پوهنتون خلاصېدو سره عملي کېږي خو دا کار جبري نه دی.
د پاکستان پوځ وايي، د وسله والو ډلو پر ضد یې بریالي عملیات کړي دي او ډیرې سیمې یې له وسله والو پاکې کړي هم دي.
د مسلم لیګ نواز مرستیاله مشره مریم نواز وايي، خواجه اصف یې د مسلم لیګ له مشرتابه د نه جلاکېدو په جرم نیولی دی.
د جنوبي وزیرستان په تویې خوله سیمه کې بهرام دوټاني د ډېسېمبر پر ۲۰مه مشال رېډیو ته وویل چې څو ورځې مخکې یې خپلې مور له سیم اخیستو نو په دوکان کې ورته معلومه شوه چې له وړاند
د خیبر پښتونخوا د پېښور کیسه خوانۍ بازار له نومه څرګندېږي چې پخوا ځینو کسانو کیسې کولې او خلکو به په شوق اورېدې. خو تارخ پوهان وايي، اوس د وخت له تېرېدو سره دلته کیسه کوونکي ورو ورو پر ختمېدو دي. نور په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: اې اېف پي
نور وښیئ