د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو تر شا څوک دي او ولې نه نيول کيږي؟


د شمالي وزيرستان د وژل شويو ځوانانو د قاتلينو د نيولو لپاره د ملي جمهوري غورځنګ غړو په کراچۍ کې د جون په ۲۰مه، مظاهره کړې
د شمالي وزيرستان د وژل شويو ځوانانو د قاتلينو د نيولو لپاره د ملي جمهوري غورځنګ غړو په کراچۍ کې د جون په ۲۰مه، مظاهره کړې

د خیبرپښتونخوا حکومت چارواکي وايي د جون پر ۱۹مه په شمالي وزیرستان کې د ځوانانو د سازمان څلور غړو د وژنې پلټنې روانې دي او مجرمانو ته به سزا ورکوي.

د وزیراعلا ویاند بیرسټر محمد علي سېف د جون پر ۲۱مه مشال رېډیو ته وویل چې په شمالي وزیرستان کې پولیسو پخوا هم تر دا قسمه پېښو وروسته، پلټنې او کارروايي کړې ده. خو نوموړي دا ونه وویل چې اخر د کومې پېښې پلټنې مکمل شوي او بیا د چا خلاف کارروايي شوې ده.

هغه زیاته کړه: "وزیراعلا اړونده ادارو لکه پولیس او نورو امنیتي ادارو ته هدایات جاري کړي چې د دې پېښې پلټنې وکړي او چې چا دا کار کړی دی، هغوی ونیسي. خو پلټنې لا هم روانې دي نو دا لا معلومه نه ده چې دا ذاتي دښمني وه او که نور څه عوامل دي. نو چې پلټنې مکمل شي بیا به یې موږ له رسنیو سره شريکې کړو. وزیرستان کې وړاندی هم د ترهګری پېښې شوي دي نو دا امکان هم شته چې د دې تر شا هم داسې کوم محرکات وي."

که څه هم بیرسټر محمد علي سېف وايي چې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو تر شا د وسله والو ډلو فعالیتونه او د خلکو ترمنځ دښمنۍ هم کیدای شي خو له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ د بیرسټر محمد سېف د خلکو تر منځ د دښمنیو ادعا ردوي او وايي چې په شمالي وزیرستان کې اوس هم وسله والې ډلې فعاله دي نو حکومت دې د ترهګرۍ ختمولو لپاره کار وکړي. "که په قبایلو سیمو کې د چا دښمني وي او بدل واخلي نو ورپسې سمدستي غږ هم وکړي چې ما خپل بدل واخیست نو دا هسې غلطه خبره ده. دا دوی له حقایقو څخه د ولس توجو بل طرف ته اړوي. په صوبه کې د دوی حکومت دی، امنیتي ادارې او پولیس د دوی تر لاس لاندی دي، پوځ هم... نو پوښتنه دې وکړي چې څوک په دې پېښه کې ککړ وو."

د شمالي وزيرستان د ځوانانو سازمان مشر نور اسلام داوړ هم د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۲۷مه نېټه نامعلومو وسله والو هغه مهال وژلی وو کله چې هغه خپل کلي ته روان وو. هغه مهال د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور مشال رېډیو ته ویلي ول چې د نور اسلام داوړ د وژنې په لړ کې یې د نامعلومه کسانو خلاف مقدمه درج کړی او پلټنې یې رواني دي خو تر اوسه پورې په دې اړه نور څه تفصيل مخې ته رانغی.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان مشال رېډیو ته وویل چې د جون پر ۱۹مه د وژل شوو دې څلور ځوانانو په خپله سیمه کې د امن غوښتنه کوله . نوموړي زیاته کړه چې د پېښې پلټنې روانې دي.

په شمالي وزیرستان کې د بشري حقونو یو مبارز عید رحمان چې د هدفي وژنو په اړه معلومات ساتي، وايي په دې سیمه کې ځيني کسان په هدفي بریدونو کې ووژل شول خو حکومت يوازې د پلټنو اعلانونه کوي.

هغه زیاته کړه: "له ضرب عضب عملياتو وروسته زموږ ۴۶۵ کسان په هدفي وژنو کې وژل شوي دي. پولیس ایف ايي ار درج کړي ، سي ټي ډي ته یې مراسلې هم لیږلې خو تراوسه یې هېڅ ثبوت نه دی راوړی او نه یې څوک نیولي دي. موږ دې لړ کې غوښتنې کړې خو زموږ د غوښتنو ځواب یې په ایف ايي ار، د جیل په صورت او د لاټي چارج په شکل کې راکړی دی."

په شمالي وزیرستان کې دې هدفي وژنو د سیمې خلک اندېښمن کړي دي او هغوی وايي چې د دا ډول پېښو وروسته اکثره احتجاجونه وشي، سیاستوالان بیانونه ورکړي، پولیس د پلټنو ډاډ ورکړي خو بیا یې څه نتیجې مخې ته نه راځي.

د پاکستان په سینټ کې د جماعت اسلامي ګوند سینټر مشتاق احمد خان مشال رېډیو ته وویل چې په دغه ضلعه کې له څه مودې راهيسې ګڼ کسان په بېلا بېلو پېښو کې ووژل شول نو له دې وجې یې د څلور ځوانانو د وژنې دا مسله په سینټ کې راپورته کړې او اوس به پرې د بشري حقونو قایمه کمیټي بحث کوي. "د ایین مطابق د جان و مال تحفظ د ریاستي ادارو ذمه واري ده. خو هغوی دا ذمه واري نه ده پوره کړې. مطلب دا د هغوی نا لایقې او نا اهلي ده او بیا په داسې علاقه کې چې پولیس، انتظامیه او پوځ شته او له وړاندی نه حساسه ده نو بیا هلته ولې د ورځې په رڼا کې په ډاګه داسې پېښې وشي او بیا د دې پېښو پس اعلان وشي چې دا موږ کړی او بیا به یې هم کوو نو دا خو داسې ده چې یا خو د حکومت هلته واک نشته او یا یې دا واک عملي کول پرېښې دی."

په شمالي وزیرستان کې د وژل شوو کسانو د پلټنو په اړه مې د خیبرپښتونخوا د قانون وزیر فضل شکور نه پوښتنه وکړه خو هغه وویل چې دې لړ کې د معلوماتو راغونډولو وروسته به راسره تفصیل شریکوي.

XS
SM
MD
LG