د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د لږکیو لپاره د کروړونو روپیو سکالرشېپونه اعلان کړل


په اسلام اباد کې د عیسویانو ښوونځي زده کوونکې د دعا پر مهال - پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د عیسویانو ښوونځي زده کوونکې د دعا پر مهال - پخوانی انځور.

د خیبرپښتونخوا حکومت د اقلیتونو د ۲۰ کروړو روپیو تعلیمي وظیفې یا سکالرشېپونه اعلان کړی دی.

د لږکیو چارو لپاره د وزیراعلا ځانګړي سلاکار وزیرزاده د جون پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، سکالرشېپونه د دولتي او شخصي ښوونځیو، پوهنځیو (کالجونو) او پوهنتونونو هغو زده کوونکو ته ورکوي چې په ازموینو کې یې تر ۴۵ فیصده زیاتې نمبرې یې اخیستې وي. "په دې ۲۰ کروړو روپیو کې به پي اېچ ډي (دوکتورا) لپاره ۲۰ سکالرشېپونه وي چې پکې به موږ هر کس ته ۱۰، ۱۰ لکه روپۍ ورکوو."

نوموړي وویل، تر ماسټرۍ د لوړو زده کړو ۴۰ محصلانو او د قانون ماسټرۍ زده کوونکو ته به هر کال "دوه، دوه لکه"، د ماسټرۍ ۶۰ زده کوونکو ته به "یو، یو لک" او د لېسانس یا بیچلرز "۸۰ زده کوونکو ته به ۶۰، ۶۰ زره روپۍ" ورکوي.

د وزیرزاده په خبره، د ۱۱م او ۱۲م ټولګیو "۴۰۰" زده کوونکو ته به هر کال "۵۰، ۵۰ زره روپۍ" ورکوي.

په پاکستان کې زیاتره اوسېدونکي لږکي بې وزله دي او یا هم د مالي مشکلاتو ښکار وي چې په تعلیمي بهیر کې پیسو ته اړتیا لري.

وزیرزاده وویل، هر کال به په کمیونټي او د عیسویانو لپاره مېشنري سکولونو کې ۳۰۰ استادانو ته ۳۰، ۳۰ زره روپۍ مراعات ورکوي او دا چې د مېشنري ښوونځیو زده کوونکو ته به هم هر کال له ۱۵ څخه تر ۲۰ زره روپیو پورې وظیفې ورکوي. ده زیاته کړه چې د بورسونو یا سکالرشېپوننو لپاره یې په رسنیو کې اعلانونه خپاره کړي او ژر به یې ورکړه پیل کړي.

ما له تېرو څلورو کلونو راهیسې د سکالرشېپ لپاره درخواستونه ورکړل خو و نه شو.
منمیت کور

لږکیو د خیبر پښتونخوا د حکومت پرېکړه ستایلې خو وايي، باید عملي یې هم کړي. په پېښور کې د ژورنالېزم څانګې زده کوونکې او خبریاله منمیت کور وايي، په تېرو "څلورو کلونو" کې یې په بیا بیا د سکالرشېپ لپاره اسناد جمع کړي خو د بهیر د پېچلتیا له وجې یې تر اوسه نه دی ترلاسه کړی.

نوموړې وايي، د یوشمېر سکالرشېپونو لپاره د تنخا تاییدي سند (سیلري سلېپ) غوښتل کېږي چې که یو کس کار نه لري، نه یې شي برابرولای. "ما له تېرو څلورو کلونو راهیسې د سکالرشېپ لپاره درخواستونه ورکړل خو و نه شو. حکومت اکثر هغو کسانو ته سکالرشېپونه ورکوي چې وار له مخه تعلیم کوي، په کار ده چې هغو کسانو ته پیسې ورکړي چې د مالي ستونزو له وجې زده کړې نه شي کولای. زما خور په حساب کې د سرو زرو مډال اخیستی، موږه ډېر مالي مشکلات لرو خو د دومره قابلیت باوجود هم حکومت ورته سکالرشېپ ور نه کړ. د سکالرشېپ له فارم سره سره راڅخه د تېرو شپږو میاشتو د بجلۍ بېل، د کرایې کاغذ یا د کور ملکیت او د پلار د تنخا اسناد غواړي، که د چا پلار په دوکان کې کار کوي نو هغه به سیلري سلېپ له کومې راوړي؟ او که دا اسناد برابر کړو نو بیا پرې راته څوک دستخط نه کوي. نو حکومت ته په کار ده چې پر ځای د دې چې مسلې وزېږوي، مستحق ته دې د هغه حق ورکړي."

په پېښور کې د هندوانو د حقونو مبارزه روزینه وايي، له وخت سره د اقلیتونو ابادي زیاته شوې ده خو په تعلیمي ادارو کې ورته ځانګړې څوکۍ (کوټه) د پخوا په څېر کمې دي.

"موږ د کوټې په نظام کې هم فیسونه ورکوو. تاسو ته معلومه ده چې اوس فیسونه څومره زیات شوي دي نو ډېره ګرانه شوې ده. د سکالرشېپ ورکولو دا اقدام ښه دی خو باید حکومت په دې لړ کې خلکو ته پوره معلومات هم ورکړي ځکه چې اکثره خلک د معلوماتو نه لرولو له وجې پاتې شي. "

لږکي د پاکستان او په تېره بیا د خیبر پښتونخوا په سرکاري تعلیمي ادارو کې ځانګړې څوکۍ لري. د ۲۰۲۱ز کال په مې کې د خیبر پښتونخوا حکومت د صوبې په ۲۷ پوهنتونونو کې د اقلیتونو لپاره د دوه فيصده کوټې یا ځانګړو څوکیو منظوري ورکړه.

د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، په پاکستان کې څه د پاسه ۹۶ في صده مسلمانان دي او پاتې نوره ابادي د اقلیتونو ده.

XS
SM
MD
LG