انیسه اجمل د مشال راډیو خبریاله ده چې د پاکستان او افغانستان په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي. نوموړې د "نا ویلې خبرې" په نوم پاډکاسټ جوړوي چې پکې پر هغو موضوعاتو بحث کېږي چې اکثر ورباندې خلک د فرهنګي او ټولنیزو محدودیتونو له وجې نه غږېږي. د پاډکاسټ ټولې برخې دلته اورېدای شئ.
په بلوچستان کې بلدیاتي ټاکنې په ۲۰۱۳ز کال کې شوې وې او له هغې وروسته د بلدیاتي حکومتونو مودې د ختمېدو باوجود هم په دغه صوبه کې یادې ټاکنې لا نه دي شوي.
موږ ځونیخېل قام فیصله وکړه چې احمدزو او اتمانزو ته به دا فریاد کوو چې دهرنه به جوړوو. وزیراعلا او اتمانزو او احمدزو سره په غونډو کې پرېکړې لا نه دې عملي شوې.
د سېپټېمبر پر ۲۱مه د ۲۰۲۱م کال په خپور کړي راپور کې د انټرنیټ خپلواکۍ په لړ کې نړۍ په درو برخو کې د نمبرونو په حساب سره تقسیم کړی چې پکې یوه برخه خپلواکه، بله جزوي خپلواکه او دریمه برخه بې واکه ده.
د طالبانو حکومت د سېپټېمبر پر ۱۸مه د نجونو او هلکانو ټول ابتدايي ښوونځي او د هلکانو لېسې بیا پرانیستې خو د نجونو ثانوي سکولونه یا لېسې یې نه دي پرانیستې. د هېواد ټول ښوونځي د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له لوري د کابل او د افغانستان د زیاتره ولایتونو تر نیولو وروسته تړل شوي ول.
صوبايي حکومت د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۱۵مه د کورني تشدد ضد د قانون منظورولو پرمهال ویلي ول چې په دې اړه ضلعي کمیټۍ کې به ډپټي کمیشنر، د صوبايي اسمبلۍ یوه ښځینه غړې، د روغتیا او ټولنیز چارو ضلعي افسران، د ښځو د ناروغیو او نفسیاتي ماهران، ضلعي خطیب، مدني فعالان او ځينې نور کسان شامل وي.
په صوبايي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو سیاستوالانو پر حکومت انتقاد کړی او دریځ لري چې د خرابې کارکردګۍ له وجې د انتخاباتو بایللو وېره لري نو ځکه یې ځندوي.
په چاډ هېواد کې یو هنرمند د مرمیو له خولونو او نورو کارول شويو جنګي الاتو څخه ګلان، غرونه او دغسې نور شیان جوړوي. هغه وايي، له دې لارې د سولې پیغام ورکول غواړي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس ويډيويي راپور انیسه اجمل پښتو کړی دی.
د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر شهرام خان ترکي د پېښور په یو سکول کې وویل چې د "پکار رہی ہے سکول کی گھنٹی" په نامه دې کمپاین له لارې یې د سپټمبر تر ۱۵مې د اته لکه ماشومانو په سکولونو کې د داخلولو هدف ټاکلی دی.
د افغانستان اوسېدونکي وايي، د امنیت خرابې وضعې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن کړي دي. دوی له وسله والو طالبانو غواړي چې جګړه ودروي او له سیاسي لارې دې د واک ترلاسه کولو هڅه وکړي. تفصیل د رویټرز اژانس په ویډيويي رپورټ کې.
په پېښور کې د پولیسو انسپکټر واجد شاه مشال راډيو ته وویل چې د پیټر سجن په اړه یې اسناد د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې یا سي ټي ډي ته استولي دي. نوموړي زیاته کړه چې د پیټر سجن تر تښتونې وروسته یې دوه تنه نیولې وو خو هغوی په ضمانت خوشې شوي دي.
د ماینونو چیف انسپکټر فضل رازق وايي، د جولای پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، د ناقانونه کان کیندنو په لړ کې یې یوشمېر شکایتونه ترلاسه کړي ول او پروړاندې یې د خپلې محکمې د ساتونکو په مرسته کارروايي کړې ده.
پاکستان د بشري حقونو کمېشن د روان کال په جون میاشت کې په رپورټ کې ویلي ول چې په ۲۰۲۰ز کال کې په هغه هېواد کې ۴۳۰ ناموسي وژنې شوې وې.
قبله ایاز وویل، په وروستیو کې له دوی سره په شورا کې ښځې هم وې چې اوس رېټایرډ شوي او یا یې د دندو موده پای ته رسېدلې. "د پاکستان په ایین کې دا خبره شوې چې باید په ۲۰ کسیزه کونسل کې
سیاستوالان وايي، که ورباندې بریدونه وشول نو ذمه وار به یې حکومت وي. دوی دا خبره تر هغې یوه ورځ وروسته مشال راډیو ته کړې چې د خیبر پښتونخوا پولیسو
د اېډهاک ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر محمد عثمان د جولای پر درېمه مشال رېډیو ته وویل چې حکومت د کورونا وایرس وبا پر مهال شاوخوا ۱۱۰۰ ډاکټران د شپږو میاشتو لپاره په عارضي توګه برتي کړي وو چې پکې دا مهال ۸۰۰ پر دندو پاتې شوي دي.
حمد الله محب د جون پر ۱۸مه پر ټویټر لیکلي ول چې افغان طالبانو په ټول هېواد کې د افغان خلکو پر ضد د تشدد ډکې کارروایانې پیل کړي دي او موږ پوهیږو چې څنګه او ولې افغان طالبانو دې کار ته دوام ورکړی دی.
سږکال د جون پر ۱۷مه (نن) د وچکالۍ مخنیوي د نړیوالې ورځې موضوع هم بیارغونه، ځمکه او بحالي ده چې وايي، موږ یوه بهتره او صحت منده خاوره غواړو. د ملګر ملتونو پرمختیايي ادارې یو این ډي پي په ورستیو کې خبرداری ورکړی وو که د اوبو د کمي موجوده حالاتو دوام وکړ نو تر ۲۰۲۵ز کاله به پاکستان د اوبو له شدید کمي
د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال په بودیجه کې د سرکاري ملازمانو په تنخاګانو کې د ۱۰ فيصده زیاتوالي اعلان کړی دی.
نور وښیئ