اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۱۸مه تر پېښې وروسته پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ويلي دي چې په نښته کې يو وسلوال هم وژل شوی دی. د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې په خیبر پښتونخوا ناامني زیاته شوې ده چې پکې د ولسي وګړو په ګډون امنیتي ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د مې پر ۱۴مه د جرګې يو ګډونوال شیرپاو مسيد مشال راډيو ته وويل چې پخوانيو پوځي عملياتو امن نه دی راوستلی بلکې ولس یې بې کوره کړی دی. د هغه په وينا له همدې امله جرګې د پوځي عمليات پر ضد پرېکړه وکړه.
اخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو ځايي مشر شېرزاده مسید د مې پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، په تېرو ورځو کې په سیمه کې د موبایل ټېلېفون خدمات بند ول چې له کبله یې خلک اندېښمن ول او له خپلوانو سره یې رابطې نه شوې کولای.
عرفان مسید د ناامنۍ له وجې د بې کوره کېدو وروسته په ډېره اسماعيل خان کې د مکسډ مارشل ارټ اکېډمي جوړه کړه. د نوموړي زياتره شاګردان هم بې کوره شوې ځوانان دي. د نوموړي شاګردان یې هم له لسو زيات نړيوال ريکارډونه لري. مسید تېره میاشت د پاکستان صدارتي اېوارډ هم اخیستی دی.
د جنوبي وزیرستان او نورو قبایلو ضلعو زیاتره اوسېدونکي انټرنېټ له یو بل سره د ورځنیو او کاروباري اړیکو لپاره کاروي. داراز، هغوی د پیسو د لېږد او ترلاسه کولو لپاره هم انټرنېټ کاروي.
احتجاج کوونکي له تېرو دوه نيمو مياشتو راهيسې د خيبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې پر بای پاس سړک ناست دي او له حکومته د خپلو ړنګو شوو کورونو د معاوضې غوښتنه کوي
د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پرضد نړیوالې جګړې پر مهال د خیبر پښتونخوا په ټولو قبایلي ضلعو او یوشمېر نورو سیمو کې پوځي عملیات کړي ول چې له وجې یې مېلیونونه خلک بې کوره او کډوال شوي ول او د نښتو او ناامنۍ پر مهال د لکونه خلکو کورونه ړنګ یا زیانمن شوي ول.
د سروکۍ تحصیل د بلدیاتي ادارې چېرمېن شاه فیصل غازي د اپرېل پر ۱۸مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، د سیمې اوسېدونکو او د پي ټي اېم فعالانو تر هغې وروسته د پوځي برېګېډ ودانۍ مخې ته ناسته پای ته ورسوله چې انتظامیې یې د ماین پاکۍ د هڅو ګرندي کولو غوښتنه ومنله.
د مکین د سوداګرانو ټولنې غړي منهاج سکندر هم مشال راډیو ته وویل چې هلته داسې کسان ګرځي چې ځانونه د اېف ای اې، پوځي استخباراتو (مېلېټري انټیلېجنس یا اېم ای) او د پاکستان د لویې استخباراتي ادارې (انټر سروېسېز انټیلېجنس یا ای اې اېس ای) غړي یادوي.
د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شیر حسېن د اپرېل پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې تر دې دمه د عملیاتو پرېکړه نده شوې خو د ده په وینا له ځايي جرګې سره یې خبرې شوې دي.
عدالت د اپرېل پر اوومه د هغه ښار په صدر تاڼه کې د ګنډه پور پرضد په یوه مقدمه کې د هغه ضمانت ومانه خو د اسلام اباد او لاهور په قضیو کې یې ضمانت ور نه کړ.
د جنوبي وزيرستان مسيد مشرانو د "درې مسید جرګې" تر چتر لاندې له تېرې څه د پاسه يوې مياشت راهيسې د ټانک پر بای پاس چوک احتجاجي ناسته پيل کړې چې د سيمې د اغېزمنو خلکو لپاره حکومتي مرستې ترلاسه کړي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د مارچ په پیل کې په روژه کې د هېواد بې وزله وګړو ته د وړیا اوړو ورکولو اعلان وکړ خو د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو د وېش په بهیر کې د ستونزو یادونه کړې ده او داراز وايي چې په اکثرو ځایونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي.
د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شبیر حسین د مارچ پر۱۷مه مشال رېډیو ته وویل چې په ځانګړه کې د پوځ او وسلوالو ترمېنځ نښته هوایي نه بلکې زمیني وه.
د سیمې اوسېدونکي او پولیس البته د مارچ پر ۱۵مه د ځانګړې په حیدرخېلو کلي کې د شوې پېښې څرنګوالي (نوعیت) په اړه بېلابېل دریځونه لري او پوځ وايي، ماشومان له وسلوالو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان د مارچ پر ۱۶مه په بیان کې د ماشومانو وژل "غندلي" دي.
د احتجاجي ناستې مشرانو د جنورۍ ۱۲مې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې د انتظامیې او پولیسو چارواکو یې ۱۰ واړه غوښتنې منلې دي او د امنیت لپاره یې اقدامات پیل کړي دي.
د وزیرستان ولسي پاڅون پرلت یو مشر او د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال ایاز وزیر هم مشال راډيو ته وویل چې حکومتي چارواکي د پرلتوالو د غوښتنو پوره کولو لپاره سنجیده نه برېښي. ده وویل، همدا لامل دی چې د اېف سي کیمپ پر لوري تلونکې لاره یې وتړله.
د جنوبي وزیرستان انتظامي مشر یاسر سلیمان کنډي د جنورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل، د پرلتوالو زیاتره غوښتنې له امن سره تړلې دي چې په اړه یې د احتجاج له مشرانو سره خبرې کړې دي او مطالبې یې پوره کوي.
مولانا زینت الله افغان وايي، حکومتي چارواکو ته یې خپله خبره رسولې چې هله به پرلت ختموي چې حکومت په لیکلي بڼه باور ورکړ چې په سیمه کې امنیت تامینوي، پولیسو او ځايي انتظامیې ته اختیارات ورکوي، د وسله والو خلاف کوټلي اقدامات کوي او د خلکو د سر او مال خوندي ساتلو باور ورکوي.
نور وښیئ