اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.
البته زياته يې کړه چې د اګست پر ۲۴ مه هم په يوشمېر کليو کې د مارټر ګولې او نورې وړو وسلو مرمۍ لګېدلې وې.
د پولیسو او استخباراتي ادارو چارواکو چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نښته د اګست پر ۲۵مه تر نیمې شپې لږ وروسته په تیارزه سیمه کې شوي ده.
امنیتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې له وسلوالو سره په نښته کې د پوځ د نایب صوبیدار په ګډون ۱۱ پوځیان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي. د چارواکو په خبره په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي دي او سیمه یې په خپل کنټرول کې اخیستې ده.
د غورځنګ غړي مصطفا چمتو د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د اګست پر ۲۰مه له شاه فیصل غازي سره د هغه ملګري محمد فدا او جمال مالیار ونیول.
د وزیرستان د سوداګرو د خونې مشر سیف الرحمن وزیر د اګست پر۲۰مه مشال راډیو ته وويل چې د يو څو سوداګرو ترمینځ د کاروباري شخړې له کبله ګاډی يوې بلې غاړې ته تګ راتګ نه شي کولای.
په همدې حال کې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د پي ټي اېم د چارو همغږي کوونکي اویس ابدال د اګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د یکشنبې (اتوار) پر ورځ پولیس د غورځنګ دفتر ته ورغلل او له هغه ځایه یې د مرکزي کمېټی غړي ذوالقرنین باچا او حسین اغا ګرفتار کړل.
په جرګه کې شامل د حکمت الله مسيد د تره زوی شاهد مسید مشال راډيو ته وويل چې د کچې غله ترې يو نيم کروړ روپۍ غواړي.
د پاکستان حکومت په جنوبي وزیرستان کې په ۲۰۰۹ز کال کې د راه نجات په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له وجې د سیمې ډېرې خلک بې کوره او کډوال شوي ول او د نښتو او ناامنۍ پر مهال سکولونو ته هم زیانونه اوښتي ول.
د میرامشا پولیسو يو افسر د نوم نه ښوولو په شرط د جولای پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې وسله والو په رزمک کې د ملک نسيم په نوم يو ځايي مشر په نښه او وواژه. په بريد کې دوه کسان زخميان هم دي.
د مروت - بېټني تحريک مشر انعام الله د جولای پر دويمه مشال راډيو ته وويل، د تجوړي او شاوخوا کليو انټرنېټ له تېرو شاوخوا دوه اوونيو راهيسې بند دی
په ډیره اسماعیل خان کې د غورځنګ مشر مصطفا چمتو نن (د جون پر ۱۷مه) مشال راډیو ته وویل چې پولیسو بیګاه نیمه شپه د عالمزیب مسید په کور چاپه وهلې ده او هغه او د هغه یو رشته دار یې نیولي دي. د چمتو په وینا پولیسو د ځان سره د عالم زیب د کور څخه موبایلونه هم وړلي دي.
په شمالي وزیرستان کې ځايي چارواکيو په رسمي توګه د علي وزیر د نيولو پخلی نه دی کړی البته مشال راډيو د پوليسو، د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) او پوځ له څلور چارواکيو سره خبرې کړې او هغوي ټولو د نوم نه ليکلو په شرط د علي وزیر د نيول کېدو پخلی کړی دی.
دوی ویل چې له ۴ میاشتو راهیسې یې په سیمه کې انټرنیټ بند دی، هغه دې بحال شي. په سیمه کې یې بجلي نشته او یا کمزوری ده او د سیمې سرکاري سکولونه او کلینکونه یې بند دي، دوی د هغې د خلاصولو غوښتنې لرلې.
شيرپاو زیاته کړه چې کله هم پر امنيتي ځواکونو برید وشي نو ولسي وګړو ته ستونزې جوړې شي. "موږ په خپلو سترګو وينو چې بیا حالات داسې برابر شوي لکه پخوا به چې له پوځي عملياتو مخکې جوړېدل. موږ په جرګه کې دا خبره وکړه چې پر خپله خاوره بیا عمليات نه غواړو. موږ نه غواړو چې بیا کډوال شو."
په ډېره اسماعيل کې استخباراتي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې دا برید د مې پر ۲۷ مه سهار لسنیمې بجې شوی دی.
د پرلت ګډونوال او د وژل شوي ګل ولي ورور د مې پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل پوځي سرتېرو د هغه ورور او دوه نور کسان له ځان سره بیولي ول چې ورڅخه یې یو خوشې کړی، د ده ورور یې وژلی او درېیم تن ورسره بندي دی.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي دي چې په عملیاتو کې دوه سرتېري هم وژل شوي دي، البته له دې پرته یې نور معلومات نه دي ورکړي او ولسي وګړو ته یې هم د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د ضلعې انتظامي مشر یاسر سليمان کونډي د مې پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې د هغوی لومړيتوب امنيت دی. کونډي دا خبره پر داسې مهال کړې ده چې د سیمې اوسېدونکو او سوداګرو په وروستیو کې شکایت وکړ چې په سیمه کې یې د انټرنېټ نه شتوالي ژوند اغېزمن کړی دی.
نور وښیئ