د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي‌ وزیر نیول شوی دی


 علي وزیر تر څه باندې دوه کلن بند وروسته د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ پر ۱۴مه له کراچۍ زندانه خوشې شوی وو. (انځور: ارشیف)
علي وزیر تر څه باندې دوه کلن بند وروسته د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ پر ۱۴مه له کراچۍ زندانه خوشې شوی وو. (انځور: ارشیف)

حکومتي سرچينې او پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر په شمالي وزیرستان کې نيول شوی دی.

د علي وزیر ډرايور بادشاه پښتین د جون پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې دوی په موټر کې روان وو چې په سپلګه سيمه کې امنيتي ځواکونه علي وزیر کوز او له ځان سره يې پوځي کلا ته يووړ.

د پښتون زغورنې غورځنګ يو بل مخکښ ادريس پښتين هم پر ټويټر ليکلي چې علي وزیر هغه مهال نيول شوی چې د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته روان وو.

په شمالي‌ وزیرستان کې ځايي چارواکيو په رسمي توګه د علي‌ وزیر د نيولو پخلی نه دی کړی البته مشال راډيو د پوليسو، د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) او پوځ له څلور چارواکيو سره خبرې کړې او هغوي ټولو د نوم نه ليکلو په شرط د علي وزیر د نيول کېدو پخلی کړی دی.

يوه چارواکي وويل چې علي وزیر د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې ( اېف ای اې) چارواکيو د هغه پرضد دایره شوې مقدمه کې نيولی دی.

اېف ای اې د جون پر ۱۷مه نېټه علي وزیر، منظور پښتين او د پښتون ژغورنې غورځنګ دوو نورو غړو ته نوټسونه استولي ول چې پکې تور پورې شوی وو چې دوی په خپلو ويناګانو کې د امنیتي ادارو پرضد په خلکو کې د نفرت خپرولو هڅه کړې ده.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د جون پر ۱۸م له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال دا تورونه رد کړل.

د ملي‌ جمهوري‌ غورځنګ مشر او د شمالي وزیرستان پارلماني استازي‌ محسن داوړ د جون پر ۱۹مه د علي‌ وزیر د نیول کېدو خبره د قومي اسمبلۍ د غونډې پرمهال راپورته کړې ده.

نوموړي ویلي‌ چې که د قومي اسمبلۍ کوم غړی په داسې حال کې نیول کېږي چې د اسمبلۍ غونډه روانه وي‌ نو به د اسمبلۍ له سپیکره اجازت اخیستل کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې په داسې حالت کې د اسمبلۍ غونډې ته د نیول شوي غړي د حاضرولو امر په سمدستي توګه جاري کېږي.

محسن داوړ د علي وزیر نیول کېدو ته په اشاره وویل چې "دا نیول کېده نه بلکې اغوا کول دي."

علي وزیر، منظور پښتين او د غورځنګ نور مشران په ميرامشاه کې د خپلو هغو درې ملګرو د خوشي‌کولو لپاره په روان پرلت کې ګډون کړی چې د دوی په وینا، پوځ وړي‌ دي.

د غورځنګ د مشرانو په وینا د مې په ۳۰مه نیټه په سیدګۍ امنیتي پوسته پوځ د دوی ملګري عید رحمان وزیر، جلال خان او زاکیم وزیر نیولي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د څه باندې دوو کلونو تر زنداني کېدو وروسته د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ پر ۱۴مه له کراچۍ زندانه خوشې شوی وو.

د پېښور پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه نیولی وو او بیا یې د سیند پولیسو ته سپارلی وو. د هغې صوبې پولیسو ویلي ول چې پر نوموړي په سهراب ګوټ کې د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو مقدمه دایره شوې چې پکې د هغه ګرفتاري اړینه وه.

د نوموړي پرضد د رياستي ادارو خلاف وينا کولو او د ولس د پارونې تورونه ول چې هغه تل رد کړي ول او دريځ يې درلود چې د پښتنو د حقونو لپاره يې د قانون او ايين په چوکاټ کې دننه غږ پورته کړی دی.

XS
SM
MD
LG