اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.
د پرلت مشر غوث الله د نومبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې دا لار یې د ۲۰م نومبر په شپه شاوخوا درې بجې تړلې ده.
د بلوچستان چارواکو د نومبر له پیل راهیسې پر چمن بې له پاسپورټ او ویزې تګ راتګ درولی دی او وایي چې دا ګام یې په هېواد کې د امنیت ساتلو او قاچاق د مخنیوي په خاطر اخیستی دی.
د پرلت یو مخکښ ملک خالد د نومبر په ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، دوی حکومتي چارواکو ته په ډاګه کړې چې د پاسپورټ او وېزې شرط ورته د منلو وړ نه دی.
په بیان کې راغلي چې هغه وسلوال د "باج اخیستو او هدفي وژنو په ګډون په ګڼو ترهګرو فعالیتونو" کې ککړ ول. پوځ د نومبر پر ۱۵مه په یو بل بیان کې ویلي چې سرتېرو د نومبر ۱۴مې او ۱۵مې ترمینځ شپې مهال د استخباراتي معلوماتو پر اساس په مچنخېلو کې عملیات
د پي ټي اېم درازنده سيمې مشر نذير افغان مشال راډيو ته ويلي چې علي وزير نن (د نومبر پر ۱۴مه) له بلوچستان صوبې څخه د خيبر پښتونخوا پر لور روان وو، چې سهار شاوخوا پينځه بجې د درابڼ پوليسو ګرفتار کړ او وروسته يې د ډېره اسماعيل خان صدر تاڼې پوليسو ته وسپاره.
د درازندې تاڼې مشر دین محمد مشال راډیو ته وویل چې ناڅرګنده وسلوالو دا برید هغه مهال وکړ چې د الحاج په نوم کمپنۍ ساتونکيو په دوه ګاډو کې د ودانۍ ګزمه کوله.
د نومبر پر درېيمه لومړۍ چاودنه په ټانک اډه سيمه کې د پوليسو ګاډي ته نېږدې وشوه چې پکې پينځه عام وګړي ووژل شول او د دوو پوليسو په ګدون ۲۴ ژوبل شول. دويمه چاودنه په کلاچۍ سيمه کې د پوځ ګاډي ته نېږدې وشوه چې د پوليسو په وينا يو پوځي پکې ووژل شو.
په جنوبي وزیرستان کې یو ځایي تن په لومړي ځل له ځنګلي خونانو(زیتون) څخه تېل ایستل پیل کړي دي. د عمر خطاب په نوم هغه تن وایي په سیمه کې د ځنګلي خونانو ګڼې ونې دي او پخوا به هغه زیتون ځمکې ته لویدل
د سیمې خلک وایي د احمد زیو وزیرو د دوو قبیلو زليخیل او خوجلخیلو کې نښته د تېرو پینځو ورځو راهیسې روانه ده چې پکې یو تن وژل شوی او پینځه نور ژوبل دي.
د بنو پولیسو په خپاره کړي بیان کې ویلي چې د اکتوبر پر اتمه په بکاخېلو کې اووه کلن ماشوم د کرکټ د بال په شکل کې بم موندلې وو او هغه یې کور ته وړی وو چې هلته پرې چاودېدلې دی. په چاودنه کې د ماشوم مور او د تره زوی ژوبل شوي دي.
په ټانک کې د پولیسو او استخباراتي ادارو چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د اکتوبر درېیمې پر سهار په شویو عملیاتو کې د پوځ دوه کوبرا هېلېکاپټرو هم برخه اخیستې ده.
جرګه د اکتوبر پر دویمه په پیرغونډۍ سیمه کې د شیراني قام د مشرانو لخوا غوښتل شوې وه چې پکې د بېلابېلو کليو او قبيلو استازو ګډون کړی وو.
د زليخېلو قبیلې جرګې لخوا د جرمانه شوي خبريال معراج خالد کورنۍ د سېپټېمبر پر ۲۵مه له جنوبي وزيرستان څخه په کډه کولو مجبوره شوه. خالد د سېپټېمبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل د سېپټېمبر پر ۲۳مه یې پر ټولنیزو رسنیو لیکنه کړې وه چې د هغې پر سر د زليخېلو جرګې هغه ۱۰ لاکه روپۍ
پولیس وايي چې په سیمه کې یې د خبریال د کور حفاظت لپاره یې لسګونه سرتيري ځای پر ځای کړي دي. خو په سیمه کې د مشال راډيو خبریال وايي چې په اعظم ورسک کې د زلي خېلو قبيلې لښکر د جرګې د پرېکړې عملي کولو په پار د خبریال کور ړنګولو ته تیار دي.
د سېپټېمبر په شپږمه په انګور اډه کې د پاکستان د امنیتي چارواکو، ځايي انتظامیې او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سرحدي چارواکو ترمنځ یوه مهمه غونډه هم په دې لړ کې وشوه چې پکې طالب چارواکو له پاکستاني لوري دا باور غوښتو چې افغان ډریوران به په پاکستان کې نه نیول کېږي
په کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د سېپټېمبر پر اوومه په بیان کې ویلي دي چې د سېپټېمبر پر شپږمه یې شپې مهال د پټو معلوماتو پر اساس یې د هغه ښار په غبرګ سیمه کې یې عملیات وکړل
البته زياته يې کړه چې د اګست پر ۲۴ مه هم په يوشمېر کليو کې د مارټر ګولې او نورې وړو وسلو مرمۍ لګېدلې وې.
په يوه جرګه کې مشرانو وويل چې مسيد قام د امن لښکر جوړولو ته چمتو نه دی او په سيمه کې د امن راوستلو ذمه واري د حکومت ده.
نور وښیئ