اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ادعا کړې چې ځواکونو یې "دوه چینايي وګړي نیولي" دي چې په دونېڅک سیمه کې له روسیو پوځیانو یوځای یې د سرتېرو پروړاندې جنګېدل.
نوموړي د کییف پر ملګرو او متحدانو غږ کړی چې له بیجنګه سپیناوی وغواړي او غبرګون دې وښيي.
زېلېنسکي د اپرېل پر اتمه پر ټېلېګرام په یو پیغام کې دعوه وکړه چې دوه چینايي وګړي د یوې نښتې پر مهال نیول شوي.
دی وايي، یوشمېر نور چینايي سرتېري هم په دونېڅک کې د "روسانو په ملاتړ" جنګېدل.
بیجنګ د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له بشپړ یرغل راهیسې د مسکو نېږدې متحد پاتې شوی دی. البته چین په جګړه کې ځان بې طرفه ښوولی او د پای ته رسولو لپاره یې د سولې پلانونه هم وړاندې کړي دي.
چین په هغه جګړه کې له کرېملېن سره په مستقیم یا عام ډول مرسته نه ده کړې.
په فبرورۍ کې ازادې اروپا راډیو د روسیې د دفاع وزارت د افشا شویو اسنادو پر اساس په یو ځانګړي راپور کې موندلې وه چې یو چینايي وګړي د روسانو په ملاتړ په اوکراین کې په جګړه کې برخه اخیستې وه. هغه چینايي وګړي ازادې اروپا راډیو ته، چې مشال راډیو یې پښتو څانګه ده، تایید کړې وه چې په جګړه کې شامل وو خو نور جزییات یې نه ول ورکړي.
زېلېنسکي پر ټېلېګرام لیکلي: "موږ د هغو بندیانو اسناد، بانکي کارډونه او شخصي معلومات لرو."
نوموړي له دې پیغام سره د هغو چینايي سرتېرو انځورونه هم خپاره کړي چې په وینا یې نیولي یې دي.
زېلېنسکي نور معلومات نه دي ورکړي او دا یې هم نه ده روښانه کړې چې د هغو کسانو قومانده د چا په لاس کې وه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت او مسکو لا د اوکرایني ولسمشر د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټیمي بروس په اوکراین کې د چینايي سرتېرو د نیول کېدو پر راپورونو اندېښنه ښوول. نوموړې د اپرېل پر اتمه وویل، "چین د اوکراین پر وړاندې په جګړه کې د روسیې د وړتیاوو" په زیاتولو کې خورا مهم رول لوبوي.
زېلېنسکي وايي، لومړني استخباراتي معلومات ښيي چې په اوکراین کې د روسیې په پوځي ټولیو کې د چینايي وګړو شمېر لوړ دی.
دی وايي، د اوکراین استخباراتي اداره او اړوند پوځي ټولي په خپل هېواد کې په جګړه کې د چین د ښکېلتیا کچې معلومولو په تکل دي.
اوکرایني ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې روسیې یې هېواد حملو ته زور ورکړی دی.
د اپرېل پر شپږمه روسیو ځواکونو د اوکراین پر پلازمېنې کییف بیلېسټېک توغندی وویشت او د خارکیف په ختیځ کې یې پر یو ښار بم وغورځاوه. پر کییف په برید کې د ازادۍ په نوم د یو ټېلېوېژن وداني په نخښه شوه او پکې یو کس ووژل او لږ تر لږه درې ژوبل شول.
پر هم هغه ورځ د روسیې د دفاع وزارت وویل، اوکراین په هغه هېواد کې پر اهدافو ۱۱ ډرونونه ویشتلي دي.
تر دې یوه ورځ مخکې په کرېويي رې وړوکي ښار کې د روسیو توغندیو په برید کې د ۹ ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه ووژل شول.
مسکو دعوه کړې وه چې په هغه برید کې یې د اوکراینیو پوځیانو یوه غونډه په نخښه کړې وه.