د کوټې په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو ضلعو کې پوليسو او ځايي چارواکو د سکرو د کانونو مالکانو ته امر کړی چې افغان کډوالو ته دې کار نه ورکوي او هغوی دې له خپلو کانونو څخه وباسي.
د پاکستان د مزدورانو اتحاديې د بلوچستان عمومي سېکرتر پير محمد کاکړ د مارچ پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې حکومتي چارواکو د سکرو د کانونو مالکانو ته په لېږدولیو خبرپاڼو کې امر کړی چې افغان کډوال دې په کانونو کې له هر ډول کار کولو څخه وګرځوي.
نوموړي زياته کړه چې د حکومت دا اقدام افغان مزدوران اندېښمن کړي دي.
دا حکومتي امرونه د مارچ پر څلورمه د مچ، هرنايي، دوکۍ، ښارګې او کچي په ګډون د بلوچستان په يوشمېر سيمو کې د کانونو مالکانو ته لېږدول شوي دي.
په بلوچستان کې د سکرو د کانونو د مالکانو اتحاديې مرکزي سېکرټر فتح شاه مشال راډيو ته وويل چې د افغان مزدورانو له ايستلو سره به په هغه صوبه کې د سکرو کاروبار ته لوی زيان ورسي.
د سکرو د کانونو مالکانو او د مزورانو د اتحاديو مشرانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په بلوچستان کې دې افغان مزدورانو ته ځانګړې اجازتنامې (پرمټونه) ورکړي.
مشال راډیو په دې لړ کې په بیا بیا د بلوچستان د حکومت له وياند شاهد رند سره په ټېلېفون او وټس ایپ د تماس نيولو هڅه وکړه خو هغه ځواب و نه وايه.
د پاکستان د کان کيندونکو د اتحاديې د شمېرو له مخې، د بلوچستان د سکرو په کانونو کې دا مهال له ۱۰،۰۰۰ څخه تر ۱۵،۰۰۰ پورې افغانان کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۵ز کال له پیل راهیسې د اسلام اباد او راولپېنډۍ په ګډون په يوشمېر سيمو کې سلګونه افغانان نیولي او له هغوی څخه یې لسګونه افغانستان ته ستانه کړي دي.
حکومت پلان لري چې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو لرونکي هم افغانستان ته ولېږدوي. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) افغانانو ته ورکړي ول.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.