د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لکي مروتو کې وسلوالو ۲ نرښځیان وژلي دي


په کراچۍ کې نرښځیان او د حقونو فعالان د درې نرښځیانو د وژنې پرضد د مظاهرې پر مهال ویر کوي - د سېپټېمبر ۲۴مې انځور.
په کراچۍ کې نرښځیان او د حقونو فعالان د درې نرښځیانو د وژنې پرضد د مظاهرې پر مهال ویر کوي - د سېپټېمبر ۲۴مې انځور.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په لکي مروتو کې وسلوالو دوه نرښځیان وژلي دي.

د لکي مروتو د نورنګ تاڼې د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې پېښه د نومبر پر نهمه شپې شاوخوا نهه بجې له سبزي منډیۍ سره نېږدې شوې ده.

بیان وايي، وسلوال د نرښځیو (خواجه سراوو) خونې ته ورغلي او هلته ویشتلي دي.

پولیس زیاتوي، په وژل شویو کې یې یو د مردان او بل د لکي مروتو اوسېدونکی وو چې جسدونه یې ځايي روغتون ته لېږدولي دي او خپلوان یې خبر کړي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغوی چا وژلي دي خو پولیس وايي، پلټنې یې پیل کړې دي.

تر دې مخکې د خيبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې هم يوشمېر نرښځيان وژل شوي چې پرضد يې هغوی او د حقونو فعالانو په وار وار احتجاجونه کړي دي.

د سېپټېمبر پر ۲۱مه د کراچۍ پولیسو وویل چې د ښار په مېمن ګوټ کې یې د درې نرښځیانو مړي موندلي دي چې په مرمیو ویشتل شوي ول. تر دې مخکې د جولای پر نهمه وسلوالو د پېښور په تهکال کې یو نرښځی وژلی وو.

داراز، د مې پر ۲۶مه د ملاکنډ په درګۍ کې وسلوالو یو نرښځی هغه مهال وویشت چې هغه شبې د ښادۍ په یو محفل کې تر ګډون وروسته کور ته روان وو. په هغه برید کې نرښځی ووژل شو او ډرېور یې ټپي شو.

په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې ډېری نرښځیان د ودونو او ښادیو د موسیقیو په محفلونو کې ناڅي او دا یې د ګټې وټې یوه وسیله ده.

په خیبر پښتونخوا کې د ټرانسجېنډر الاینس په نوم د نرښځيانو د حقونو لپاره د کارکوونکي ناحکومتي سازمان د غونډو کړیو ارقامو له مخې وايي چې له ۲۰۱۵ز کال څخه تر ۲۰۲۴ز کال پورې په هغه صوبه کې ۱۲۵ نرښځيان وژل شوي دي.

له دې پرته په هغه صوبه کې وخت په وخت د نرښځیو د ځورولو، ورباندې د تشدد او ورڅخه د باج اخیستو پېښې کېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت او پولیس وايي چې د نرښځيانو امنیت ته ژمن دي. د صوبې پولیسو د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې ويلي ول چې په تاڼو کې د نرښځیانو د ستونزو هواري لپاره جلا څانګه پرانیزي.

XS
SM
MD
LG