امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې ایرانیو چارواکو ورسره د خبرو لپاره رابطه کړې ده.
دا تر هغې وروسته ده چې نوموړي په ایران کې د حکومت مخالفو مظاهرچیانو پر وړاندې د ظالمانه چلند په غبرګون کې د پوځي اقدام ګواښ کړی وو.
ټرمپ د جنورۍ پر ۱۱مه د ولسمشر په الوتکه کې د سپرېدو پر مهال خبریالانو ته وویل، "د ایران مشرانو ورسره رابطه کړې" او و یې ویل چې "په دې اړه غونډه پلان شوې او هغوی غواړي مذاکرات وکړي."
ټرمپ البته زیاته کړه چې "ښايي تر غونډې مخکې یو اقدام" وکړي خو د څرنګوالي په اړه یې له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.
په سمدستي توګه معلومه نه ده چې تهران په څه اړه خبرې کول غواړي او ایرانیو چارواکو لا د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
البته د ایران مشرانو، په ځانګړي ډول ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي، ویلي چې که واشنګټن پوځي اقدام وکړ نو ځواب به یې ورکړي.
داراز، د پارلېمان مشر محمد باقر قالیباف په خپلو څرګندونو کې، چې دولتي ټېلېوېژن د جنورۍ پر ۱۱مه خپرې کړې، په سیمه کې امریکايي ځواکونه او بار لېږدوونکې کښتۍ "مشروع اهداف" وبلل.
په ایران هېواد کې خلکو د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر ضد مظاهرې پیل کړې چې ژر په حکومت ضد لاریونونو بدلې شوې.
په وروستیو کې په ایران کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوې او د نړیوالو اسعارو پر وړاندې د ایراني تومان ارزښت خورا ټیټ شوی دی.
دا په ۲۰۲۲ز کال کې په ایران کې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ د وژنې په غبرګون کې له پیل شویو حکومت ضد مظاهرو راهیسې تر ټولو پراخ لاریونونه دي چې چارواکو یې د ځپلو لپاره له ظالمانه ځواکه کار اخیستی دی.
د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (هرانا) ویلي دي چې په تېرو ۱۵ ورځو کې یې په ایران کې د احتجاجونو پر مهال د ۵۴۴ وژنه تایید کړې چې ورڅخه یې ۴۹۶ مظاهرچیان او ۴۸ د حکومتي ځواکونو سرتېري دي.
هرانا "په ایران کې د بشري حقونو سازمان" په نوم د امریکا مېشتي ناحکومتي ادارې خبري اژانس دی چې د جنورۍ پر ۱۱مه یې په خپل راپور کې زیاته کړه چې د لاریونونو پر مهال څه باندې ۱۰،۰۰۰ کسان نیول شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۱۲مه څلورمه ورځ ده چې په ایران کې چارواکو انټرنېټ بند کړی او مخابراتي شبکې له خنډ سره مخامخ شوي دي.
همدا لامل دی چې په خپلواکه توګه د مرګژوبلو او نیول شویو شمېر نه شي تاییدېدای.
د راپورونو له مخې مظاهرې د ایران د ۳۱ ولایتونو په ۱۸۶ وړو او لویو ښارونو کې روانې دي.
امریکا او غربي هېوادونو د مظاهرچیانو پر وړاندې د ایراني حکومت اقدامات غندلي دي.
البته چین د ایران په چارو کې د "مداخلې" مخالفت کړی دی. د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ماو نېنګ د جنورۍ پر ۱۲مه د ورځنۍ خبري غونډې پر مهال وویل، بیجنګ په "نړیوالو اړیکو کې د ځواک د استعمال یا کارولو د ګواښ" مخالفت کوي.
نوموړي وویل، چین "تل د هېوادونو په داخلي چارو کې د لاسوهنې مخالفت کړی او په بیا بیا یې ټینګار کړی دی" چې د "نړیوال قانون" له مخې دې د "ټولو هېوادونو د خپلواکۍ او امنیت بشپړ خوندیتوب" باوري شي.
په عین حال کې ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان د ناکرارۍ پړه په بهرنیانو پورې پر تړلو "ترهګرو" اچولې ده، او امریکا او اسراییل یې په هېواد کې د "ګډوډۍ او بېنظمۍ زېږولو" په هڅه تورن کړي دي.
نوموړي د جنورۍ پر ۱۱مه په یوه ټېلېوېژني وینا کې وویل،"که خلک اندېښنې ولري، نو دا زموږ دنده ده چې اندېښنې یې حل کړو، مګر لوړه دنده دا ده چې موږ باید د بلوه ګرو یوې ډلې ته اجازه ور نه کړو چې راشي او ټوله ټولنه ګډوډه کړي."