د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د یوشمېر نورو هېوادونو پر وګړو هم هغه هېواد ته پر ورتګ بندیز او محدودیتونه لګولي دي.
سپينې ماڼۍ د ډېسېمبر پر ۱۶مه شپې مهال پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د "امریکا د امنیت" په موخه "د سوریې (شام)، بورکینا فاسو، مالي، نایجر او جنوبي سوډان پر وګړو" هغه هېواد ته پر ورتګ بندیزونه لګوي.
د واشنګټن پوسټ، نیو یارک ټایمز او الجزیرې په ګډون یوشمېر نړیوالو رسنیو د ډېسېمبر پر ۱۷مه په خبر کې د سپینې ماڼۍ په حواله ویلي، دا بندیز د ۲۰۲۶ز کال له جنورۍ عملي کېږي.
سپينې ماڼۍ داراز ویلي دي چې د فلسطینۍ ادارې پاسپورټونه لرونکي هم امریکا ته سفر نه شي کولای.
د ټرمپ حکومت داراز د لاوس او سېرالیون پر وګړو "جزوي" سفري محدودیت "بشپړ بندیز" ته بدل کړی دی.
بیان وايي، د ترکمنستان حکومت له امریکا سره "ګټورو تعاملاتو" ته دوام ورکړی نو ځکه یې اوس وګړي کولای شي چې په لنډمهالو ویزو هغه هېواد ته سفر وکړي، خو پر خلکو یې د مهاجرت یا دایمي استوګنې د ویزې محدودیت پر ځای دی.
سپینې ماڼۍ داراز د نایجېریا، سېنېګال، تنزانیا، زېمبابوې او مورېتانیا (مورېطانیا) په ګډون د ۱۵ هېوادونو پر وګړو امریکا ته پر ورتګ "جزوي سفري محدودیتونه" لګولي دي.
واشنګټن تر دې مخکې د ۲۰۲۵ز کال په جون کې د افغانستان، ایران، لیبیا، سومالیا او یمن په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو هغه هېواد ته پر ورتګ بندیز لګولی وو.