امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو ځل بیا پر کییف د روسیې خونړي برید په غبرګون کې د غصې څرګندونه کړې ده، هغه عمل یې ناوړه بللی او پر مسکو یې د نویو بندیزونو لګولو ژمنه کړې ده.
اوکرایني چارواکي وايي، پر سر ښار کییف د جولای پر ۳۰مه شپې مهال د روسیې د توغندیو او ډرون الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۲۸ ته رسېدلی او لسګونه کسان ژوبل دي.
ټرمپ د جولای پر ۳۱مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، "روسیه، زه فکر کوم، چې څه کوي ډېر کرکجن دي."
ده وویل، "فکر کوم څه چې روسیه کوي خورا خواشینوونکي دي. زښت زیات روسان ]هم[ مړه کېږي."
ټرمپ وویل، امریکا پر مسکو د نویو بندیزونو لګولو پلان لري خو په دې اړه یې مشخص معلومات ور نه کړل، البته خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته یې په اشاره وویل، "نه پوهېږم چې بندیزونه یې ځوروي او که نه."
غربي هېوادونو د روسیې پر وړاندې یو لړ مالي اقدامات کړي دي چې له کبله یې د هغه هېواد اقتصاد خراب شوی دی. هغه هېوادونه د دې اقداماتو په مټ د کرېملېن د جګړې د تمویل سرچینو وچولو هڅه کوي.
امریکايي ولسمشر وویل، د منځني ختیځ چارو لپاره یې ځانګړی استازی سټیف وېټکوف تر اسراییلو وروسته مسکو ته ځي. نوموړی هلته له اسراییلیو چارواکو سره د غزې پر وضعیت غږېږي.
ټرمپ د وېټکوف مسکو ته د سفر په اړه نور معلومات ور نه کړل، خو خبریالانو ته یې وویل، "که باور کوئ یا نه، هغه روسیې ته ځي."
د کییف پوځي انتظامیه وايي، د جولای ۳۰مې او ۳۱مې ترمینځ شپې مهال پر هغه ښار د روسیې په بریدونو کې د درو ماشومانو په ګډون ۲۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ ژوبل دي.
د پوځي انتظاميې مشرر مشر تیمور تکاچېنکو د جولای پر ۳۱مه وویل، بریدونو د کییف په ۲۷ ساحو کې زیانونه اړولي دي.
د اوکراین ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي د جولای پر ۳۱مه پر ټېلېګرام په یو بیان کې تور پورې کړ چې روسيې د خلکو کورونه په نخښه کړي دی. زېلېنسکي روسان د "ترهګرو" په نامه یاد کړل.
په ورته وخت کې روسیې ادعا کړې ده چې د اوکراین ختیز ښارګوټی چاسیف یار یې نیولی دی خو اوکراینیو چارواکو دا دعوه ناسمه بللې ده.
اوکرایني چارواکي زیاتوي، د روسيې دفاع وزارت په پرله پسې توګه ناسم معلومات خپروی.
روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.