د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چارسده کې ټرافیکي پېښې ۲ زدکوونکي وژلي او ۱۱ تنه یې ژوبل کړي دي


په پېښور کې د لړې پر مهال د ټرافیکي پېښې ښکار شوی ټرک د سړک تر غاړې ولاړ دی - انځور له ارشیفه.
په پېښور کې د لړې پر مهال د ټرافیکي پېښې ښکار شوی ټرک د سړک تر غاړې ولاړ دی - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د ښوونځي د ګاډي او لارۍ ترمینځ ټکر دوه زدکوونکي وژلي او ۱۱ تنه ژوبل کړي دي.

په پېښور کې د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته وویل، ټرافیکي پېښه د نومبر پر ۲۶مه سهار مهال پر اتمانزي بایپاس سړک شوې ده.

دی وايي، د سکول ګاډی د لړې له وجې له یو ټرک سره وجنګېد چې پکې دوه شاګردان ووژل شول.

د ده په خبره، په پېښه کې ډرېور او ۱۰ زدکوونکي ژوبل شول چې د چارسدې روغتون ته ولېږدول شول.

فیضي زیاتوي چې د درې ژوبلو شاګردانو روغتیايي وضعیت خراب وو نو وروسته د پېښور روغتون ته انتقال شول.

د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې وخت په وخت مرګونې ټرافیکې پېښې کېږي. د نومبر پر ۲۲مه په اېبټ اباد کې کندې ته د ګاډي پرېوتو په پېښه کې شپږ تنه ووژل شول. داراز، د اکتوبر پر ۱۶مه په پېښور کې یو مال لېږدوونکی ټرک پر رکشې او موټرسایکل وخوت چې پکې درې تنه ووژل او څلور ژوبل شول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.

د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG