د لاسرسي ځای

تازه خبر

سهېل اپرېدی وايي حکومت دې په اېن اېف سي اېوارډ کې قبایلو ته د هغوی قانوني برخه ورکړي


قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا ګډې شوې او وفاقي حکومت ورته له اېن اېف سي څخه د درې فیصده برخې ورکولو ژمنه کړې وه.
قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا ګډې شوې او وفاقي حکومت ورته له اېن اېف سي څخه د درې فیصده برخې ورکولو ژمنه کړې وه.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدی وايي، وفاقي حکومت ته یې ویلي چې په قامي مالیاتي کمېشن (نیشنل فنانس کمېشن یا اېن اېف سي) اېوارډ کې دې قبایلي ضلعو ته هغه پیسې ورکړي چې په قانون کې لیکل شوي او حق یې دي.

نوموړي د ډېسېمبر پر څلورمه په اسلام اباد کې د اېن اېف سي اېوارډ په اړه د ټولو صوبو د اعلاوزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، وفاقي حکومت ورسره منلې چې د ډېسېمبر پر ۱۰مه په دې اړه یوه کمېټي جوړوي.

تر دې مخکې د پاکستان د منصوبه بندۍ چارو وزیر احسن اقبال خبریالانو ته وویل، غواړي له صوبو سره د اېن اېف سي اېوارډ د پیسو وېش په اړه یو نوي ترتیب ته ورسي.

په پاکستان کې اېن اېف سي اېوارډ له ۱۹۵۵ز راهيسې د صوبو او مرکزي حکومت ترمینځ وېشل کېږي.

د پاکستان په ايين کې تر ۱۸م بدلون وروسته قامي مالیاتي کمېشن د هېواد د ټولو ګټلو پیسو ۵۷.۵ فيصده صوبو ته ورکوي او وفاق یا مرکز ۴۲.۵ فیصده له ځان سره ږدي.

همداراز، له ایین سره سم، قامي مالیاتي کمېشن باید هر پېنځه کاله وروسته جوړ شي خو دا موضوع خورا لانجمنه ده نو ځکه اکثر ځنډېږي.

له دې پرته، د پاکستان پخواني اېتلافي حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې په اساسي قانون کې له بل بدلون سره تر وفاق لاندې د قبایلو انتظامي او قانوني حیثیت ختم کړ او هغه یې د خیبر پښتونخوا برخه کړې.

حکومت هغه مهال ژمنه کړې وه چې تر ۱۰ کلونو پورې به په قبايلي سيمو کې ځانګړي پرمختيايي کارونه کوي او د قامي مالياتي کمېشن (اېن اېف سي) اېوارډ له پيسو څخه به درې فيصده برخه ورکوي خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG