پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په بنو او کورمه کې په وسلوالو حملو کې پینځه سرتېري ژوبل شوي دي.
پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې وسلوالو د اګست درېیمې پر ماښام پر میریانو تاڼې د ډرون له لارې بم وغورځاوه چې پکې دوه سرتېري ژوبل شول.
بیان وايي، دا په تېرو څو اونیو کې پر تاڼې د وسلوالو نهم ډرون برید وو.
د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ مخکې د بنو په لېړا پله کې په نښته کې درې مشکوک وسلوال او یو پولیس سرتېری ووژل او درې سرتېري ژوبل شول.
په وروستیو کې د بنو په مختلفو سیمو کې وسلوالو ډلو پر پولیسو یوشمېر حملې وکړې چې په غبرګون کې یې پولیسو او امنیتي ځواکونو د جولای پر ۳۱مه د میریانو تحصیل په نورړ سیمه کې د مشکوکو وسلوالو پرضد یو ورځني عملیات وکړل او پکې یې د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژلو او د درې ژوبلو هغو د نیولو دعوه وکړه.
پولیسو د عملیاتو پر مهال په نورړ کې ګرځبندیز (کرفیو) لګولی وو او په بیان کې یې ووی چې وسلوالو پر هم هغه ورځ پر میریانو تاڼې د ډرونونو له لارې دوه ځلې بمونه وغورځول چې پکې اووه سرتېري ژوبل شول.
د جولای پر ۲۶مه هم پولیسو او امنیتي ځواکونو په نورړ کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.
په کورمه کې برید
په همدې حال کې په کورمه کې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، وسلوالو د اګست پر درېیمه مازیګر مهال په څپري کې له پړاو کلي سره نېږدې په غره کې پر امنیتي پوستې برید وکړ چې پکې د ملېشه ځواک دوه او د پولیسو یو سرتېری ژوبل شو.
دی وايي، امنیتي ځواکونو په ځوابي کاروایۍ کې وسلوالو ته هم زیان اړولی خو کره شمېر یې ور نه کړ.
پر پوستې د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.