د خیبر پښتونخوا په بنو کې د دوو وسلوالو ډلو ترمینځ په نښته کې د یو پولیس او د ښوونځي یوه زده کوونکي په ګډون څلور تنه وژل شوي او شپږ ژوبل دي.
پولیس وايي، تر اوسه د ډزو لامل معلوم نه دی خو په ګاډو کې ناستو وسلوالو د مارچ پر نهمه د بنو له سبزي منډیۍ سره نېږدې پر یو بل ډزې وکړې چې پکې مرګژوبله وشوه.
د دوی په خبره، په ژوبلو کې د ښوونځي زده کوونکي هم شامل دي.
د بنو د پولیسو مشر ضیا الدین احمد مشال راډیو ته وویل، د "نامعلومه وسلوالو" پر ضد یې مقدمه دایر کړې چې پکې د "ترهګرۍ" مادې یا دفعې هم شاملې دي.
د سیمې یو استوګن او عیني شاهد فرحت الله مشال راډیو ته وویل، وسلوال په ګاډو کې روان ول او پر یو بل یې ډزې وکړې. "دوو ګروپونو پر یو بل" ډزې وکړې او "خلک وېرېدلي ول."
تر اوسه هېڅ یوې ډلې د هغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
په وروستیو کې د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د امنیت وضعیت خرابه شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډه پور د مارچ پر اوومه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د امنیتي حالاتو په اړه خبري غونډې ته وویل، تر ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ز کال وروسته په ۲۰۲۲ز کال کې د ناامنۍ تر ټولو زیاتې پېښې وشوې.
ده وویل، زیاتره پېښې په خیبر پښتونخوا کې شوې دي. "تاسې ته معلومه ده چې د خیبر پښتونخوا پولیس ډېر چیلېنجونه لري چې تر ټولو لوی یې د دهشتګردۍ هغه دی. په ټول هېواد کې د ترهګرۍ له ټولو پېښو څخه یې تر ۶۰ فیصده زیاتې په خیبر پښتونخوا کې کېږي."
ګنډه پور وویل، په ۲۰۲۲ز کال کې په ډېره اسماعیل خان او بنو ډېوېژنونو کې د ناامنۍ تر ټولو زیاتې پېښې وشوې.
د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې په پاکستان کې وسلوالې حملې زیاتې شوې دي او تحريک طالبان پاکستان ډلې هم د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د اوربند تر ختمولو وروسته بریدونه زیات کړي دي.
په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په یوشمېر نورو برخو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې، جلسې، لاریونونه او احتجاجي ناستې شوې دي. په دې لړ کې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د ولسي پاڅون په نامه پراخې غونډې هم شوې دي.
خو د پاکستان حکومت وايي، وسلوال بیامنظمېدو ته نه پرېږدي او د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د فبرورۍ پر ۲۴مه د اپېکس کمېټۍ غونډه وشوه چې پکې چارواکو وویل چې په ملک کې د سیاسي کرارۍ او اقتصادي ودې لپاره "د ترهګرۍ ختمول اړین" دي.