د لاسرسي ځای

تازه خبر

د واڼه پر کیډټ کالج برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ژوبل شوي دي


په واڼه کې له کیډټ کالج سره نېږدې پر سړک د پاکستان پوځ ګاډي تېرېږي - انځور له ارشیفه.
په واڼه کې له کیډټ کالج سره نېږدې پر سړک د پاکستان پوځ ګاډي تېرېږي - انځور له ارشیفه.

پولیس وايي، د کوز جنوبي وزیرستان په مرکزي ښار واڼه کې پر کیډټ کالج په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ژوبل شوي دي.

د واڼه ښار یا سټي تاڼېدار عالمګیر مسید مشال راډیو ته وویل، د نومبر پر ۱۰مه هغه مهال یوه درنه چاودنه وشوه چې وسلوالو له بارودو ډک ګاډی د کالج له دېوال سره وجنګاوه.

دی وايي، تر دې وروسته یوشمېر وسلوال د کالج ودانۍ ته ننوتل او هلته یې ډزې پیل کړې.

په سیمه کې استخباراتي چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډيو ته وویل، امنیتي سرتېرو تر برید وروسته په نښته کې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي. مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغوی دا دعوه نه شي تاییدولای.

مسید وايي، په چاودنه کې ۱۰ ژوبل کسان یې د واڼه روغتون ته لېږدولي دي. دی وايي، له ژوبلو څخه یې زیاتره هغه خلک دي چې له کالج سره نېږدې یې کورونه ول.

د سیمې اوسېدونکي وايي، هلته اوس هم د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.

پر کالج د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د پاکستان پوځ د واڼه په ګډون د هېواد په نورو ښارونو کې کیډټ یا پوځي کالجونه اداره کوي. په هغو کالجونو کې له اتم څخه تر ۱۲م ټولګي پورې زدکوونکي تعلیم ترلاسه کوي او اکثریت یې په لیلیه یا هاسټل کې اوسي.

له څلورو کلونو راهیسې د جنوبي وزیرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو او سرتېرو تښتونې زیاتې شوې دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.

رپورټ وايي، تېره میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.

اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG