د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو او سېلابونو پر مهال ۸ تنه وژل شوي، یوشمېر ژوبل دي


د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې هم په سوات کې تر ورښتونو وروسته سېلابونو لوی زیانونه اړولي ول.
د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې هم په سوات کې تر ورښتونو وروسته سېلابونو لوی زیانونه اړولي ول.

په خیبر پښتونخوا کې د سختو ورښتونو له کبله په سېلابونو کې اته تنه وژل شوي او یوشمېر ژوبل دي.

د سوات ضلعي انتظامیې او د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) په بیانونو کې ویلي دي چې د جولای پر ۲۳مه سهار مهال د سوات په مدین کې تر سخت باران وروسته پر یو کور د یوې بارې (وټې یا د تیږو دېوال) پرېوتو په پېښه کې دوه ماشومانې ووژل شوې او یوه ۵۰ کلنه ښځه او دوه ماشومانې ژوبلې شوې.

د بیانونو له مخې، په بټګرام کې پر یو کور د کمر نړېدو په پېښه کې دوه ماشومانې وژل شوې دي او درې تنه ژوبل شوي دي.

په همدې حال کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي اېم ډي اې) د جولای پر ۲۳مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې په تېرو دوو ورځو کې د بارانونو له کبله په بېلابېلو پېښو کې څلور تنه وژل شوي او یو ژوبل دی.

پي ډي اېم اې وايي چې مرګژوبله په کوز او بره چترال، کوز او بره دیر ضلعو کې شوې ده.

د بیان له مخې، د ورښتونو او سېلابونو له کبله د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ۶۷ کورونو ته جزوي زیان رسېدلی او اووه کورونه بشپړ ړنګ شوي دي.

پي ډي اېم اې وايي، حکومتي ډلو په بر او کوز چترال کې اغېزمنو خلکو ته مرستې رسولې دي او په کوز چترال کې د سېلاب شدت تر کمېدو وروسته به د تاوانونو تفصیلي جاج اخلي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې په وینا، ضلعي انتظامیو په کوز دیر او بره دیر کې د بارانونو او کمرونو نړېدو له کبله تړل شوې لارې بیا خلاصې کړې دي.

اخوا د پاکستان د موسمیاتو ادارې د هېواد په مختلفو برخو کې د پشکال بارانونو پر مهال په ښاري سیمو کې د سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

د موسمیاتو ادارې د جولای پر ۲۱مه په بیان کې د جولای تر ۲۶مې پورې په پېښور، راولپېنډۍ، اسلام اباد، لاهور او ګوجراوالا کې د سختونو ورښتونو له کبله د سېلابونو اټکل کړی دی.

په پاکستان کې د جولای پر ۱۵مه د پشکال میاشت له پیلېدو راهیسې د بارانونو سلسله روانه ده.

په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د جولای پر ۱۹مه د دېوالونو نړېدو په دوو پېښو کې ۱۳ تنه وژل شوي ول.

تر دې مخکې په جون او د جولای په پیل کې د وسې بارانونو پر مهال هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي ول.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د جولای پر اوومه وویل چې په پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۱۷ تنه ووژل او ۳۸ ژوبل شول.

د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې هم د ورښتونو او سېلابونو له کبله په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او لکونه خلک بېکوره شوي ول.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

په نړۍ کې موسمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG