د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین پر ۲ سیمو د روسیې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۳۳ ژوبل دي


په دنیپرو کې د روسیې په برید کې ویجاړ شوی ګاډی - د اپرېل ۱۷مې انځور.
په دنیپرو کې د روسیې په برید کې ویجاړ شوی ګاډی - د اپرېل ۱۷مې انځور.

د اوکراین د دنیپروپېتروفسک سیمې والي ویلي دي چې پر دنیپرو ښار د روسیې د ډرون او توپونو په بریدونو کې درې تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۳۱ ژوبل دي.

سېرهې لېساک پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي دي چې حمله د اپرېل پر ۱۶مه ناوخته شوې او په وژل شویو کې یوه ماشومه او یوه مشره ښځه شامله ده.

اوکرایني ولسمشر مشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې د روسیې په برید کې وژل شوې نجلۍ ۱۷ کلنه وه او وېرونیکا نومېده.

په همدې حال کې د خارکیف والي اولې سېنېهوبوف ویلي دي چې پر وړوکي ښار اېزیوم د روسیې د توغندي په حمله کې دوه تنه ژوبل دي.

روسیو ځواکونو هغه وړوکی ښار د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د پراخ یرغل پر مهال نیولی وو خو اوکراینیو سرتېرو د همهغه کال په اوږدو کې ورڅخه خلاص کړ.

اخوا د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې هوايي دفاعي نظام یې د اپرېل پر ۱۶مه شپې مهال د هېواد د شپږو سیمو په فضا کې ۷۱ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې دعوو تصدیق نه شي کولای.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې روسیې او اوکراین پر یو بل د ډرون او توغندیو حملې زیاتې کړې دي.

د اپرېل پر ۱۳مه د اوکراین په شمال کې پر وړوکي ښار سومي د روسیې په برید کې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۱۷ ژوبل شوي ول. ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي ټولنې هغه برید غندلی وو.

XS
SM
MD
LG