د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاضي فایز عیسا وايي د عدلیې پر خپلواکۍ ګوزارونه نه شي زغملی


قاضي فایز عیسا د ۲۰۲۳ز کال د سېپټېمبر پر ۱۷مه د سپریم کورټ د مشر قاضي په حیث د دندې لوړه وکړه، په څنګ کې یې ښځه هم ولاړه ده.
قاضي فایز عیسا د ۲۰۲۳ز کال د سېپټېمبر پر ۱۷مه د سپریم کورټ د مشر قاضي په حیث د دندې لوړه وکړه، په څنګ کې یې ښځه هم ولاړه ده.

د پاکستان د سپریم کورټ قاضي القضات (چیف جسټس) قاضي فایز عیسا ویلي دي چې د عدليې پر خپلواکۍ ګوزارونه نه شي زغملای.

قاضي فایز عیسا د اپرېل پر درېیمه د اسلام اباد های کورټ د شپږو ججانو پر لیک له خپل لوري د اقدام یا د سوموټو نوټس اورېدنې پر مهال وویل چې کېدای شي په راتلونکې کې د قضیې اورېدنه د ټولو قاضیانو جرګګۍ (فل کورټ) وکړي.

هغه وویل چې د سترې محکمې قاضیان به په دې اړه بحث وکړي او بیا یې اورېدنه د اپرېل تر ۲۹ مې پورې وځندوله.

سپریم کورټ د اپرېل پر لومړۍ په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د لاسوهنې د تورونو په اړه له خپل لوري اقدام وکړ.

دا تر هغې وروسته ده چې د اسلام اباد های کورټ شپږ قاضیانو سپریم کورټه لیک واستاوه چې پکې یې دعوه کړې ده چې استخباراتي ادارې یې په کار کې مداخله کوي.

حکومت د هغو تورونو د پلټنې لپاره عدالتي کمېشن هم اعلان کړی وو خو وروسته د کمېشن مشرۍ لپاره نومول شوي مشر او پخواني قاضي تصدق حسین جیلاني انکار وکړ.

د پاکستان استخباراتي ادارو پر دې اړه څه نه دي ويلي خو مخکې يې په وار وار ويلي دي چې د ملک په سياسي او عدالتي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

په همدې حال کې د لاهور د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي علي ناصر رضوي خبریالانو ته ویلي دي چې د اپرېل پر درېیمه د لاهور های کورټ څلورو قاضیانو ته مشکوک خطونه لېږدول شوي دي.

هغه په دې اړه نور جزییات ور نه کړل خو و یې ویل چې تر پلټنو وروسته به له رسنیو سره نور معلومات شریک کړي.

دا تر هغې وروسته ده چې د اسلام اباد پوليسو د اپرېل پر دویمه پر خپله رسمي اېکس پاڼه وليکل چې د اسلام اباد های کورټ ججانو ته یې له نامعلومو کسانو له لوري لوري د استول شویو خطونو مقدمه د پولیسو د ترهګرۍ مخنیوي څانګې (سي ټي ډي) په تاڼه کې دایره کړې ده.

د پاکستان رسنۍ د پولیسو چارواکو په حواله وايي چې په هغو خطونو کې قاضیان ګواښل شوي دي. خو چارواکو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG