د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ قامي اسمبلۍ کې د یوشمېر ځانګړو څوکیو ترلاسه کوونکي له سوګنده منع کړي


د پېښور های کورټ یو پخوانی انځور.
د پېښور های کورټ یو پخوانی انځور.

پېښور های کورټ د قامي اسمبلۍ د هغو ځانګړو څوکیو ترلاسه کوونکي د مارچ تر اوومې پورې له لوړې کولو منع کړې دي چې سني اتحاد کونسل ورباندې دعوه لري.

د های کورټ د قاضي اشتیاق ابراهیم او شکیل احمد دوه کسیزه جرګګۍ دا امر د مارچ پر شپږمه د سني اتحاد کونسل یا شورا، چې په اسمبلیو کې یې زیاتره غړي د تحریک انصاف پلویان دي، د درخواست اورېدنې پر مهال وکړ او خپله پرېکړه یې محفوظه کړه.

د تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ ۹۲ منتخب غړي ځکه تر بریالي کېدو وروسته په سني اتحاد کونسل ګوند کې شامل شول چې د قانون له مخې، د پارلېمان خپلواک غړي به د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره هرومرو په یو ګوند کې شاملېږي.

سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ شوی وو چې بېلابېل سني سازمانونه او مذهبي ګوندونه پکې شامل دي.

سني اتحاد شورا په خپل غوښتنلیک کې د انتخاباتي کمېشن د مارچ څلورمې فرمان چیلېنج کړی دی چې پکې هغې خپلواکه ادارې شورا ته د ځانګړو څوکیو نه ورکولو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او مذهبي لږکیو لپاره څوکۍ ځانګړې شوې دي چې تر انتخاباتو وروسته هر ګوند ته د ګټلو څوکیو په تناسب ورکول کېږي.

انتخاباتي کمېشن د مارچ پر څلورمه په خپل فرمان کې ویلي دي چې سني اتحاد شورا ورسره د ځانګړو څوکیو لپاره د نومول شویو نوملړ نه وو شریک کړی نو ځکه هغه څوکۍ نورو ګوندونو ته ورکوي.

کمېشن د مارچ پر څلورمه په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې هم د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ مخالفه ګوندونو ته ورکړې.

کمېشن جمعیت علمای اسلام (ف) ته د ښځو ۱۰ او د مذهبي لږکیو یوه، مسلم لیګ (ن) ته د ښځو اته د او د لږکیو یوه، پیپلز ګوند ته د ښځو شپږ او د لږکیو یوه او عوامي نیشنل ګوند او پاکستان تحریک انصاف پارلېمېنټېریینز ته یې د ښځو یوه، یوه څوکۍ ورکړه.

سني اتحاد کونسل تر هغې وروسته په سیاسي او پارلېماني منظر کې جوت شو چې د پاکستان انصاف هغو ټولو غړو پکې د ګډون اعلان وکړ چې د کمېشن له لوري د انتخابي نښې نه ترلاسه کېدو له وجې په خپلواکه توګه د انتخاباتو نوماندۍ ته اړ شول.

په سني‌ اتحاد کونسل کې تر ګډېدو وروسته هغوی د انتخاباتو کمېشن ته درخواست ورکړی وو چې د ښځو او لږکیو لپاره دې څوکۍ ورکړي چې حق یې جوړېږي. خو د انتخاباتو کمېشن په دې اړه د فبرورۍ پر ۲۸مه خپله پرېکړه خوندي کړې وه چې ایا هغوی ته دا څوکۍ ورکړي او که نه؟

د انتخاباتو کمېشن چې د مارچ پر څلورمه سني اتحاد کونسل ته د یادو څوکیو نه ورکولو اعلان وکړ نو تحریک انصاف پر خپله رسمي اېکس پاڼه ولیکل چې "د انتخاباتو کمېشن د ولسي رایې احترام نه دی کړی."

د یاد ګوند پر اېکس پاڼه ورکړل شوی بیان زیاتوي چې د هغوی ځانګړې څوک‍ۍ نورو ګوندونو ته ورکول جمهوریت ته زیان رسوي.

د تحریک انصاف ګوند غړي‌ او په قامي اسمبلۍ کې په سني اتحاد کونسل کې شامل شوي ساجد مومند د مارچ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې ګوند یې عدالت ته ځي.

ده وویل، "دا خو چې اوس د سېنېټ انتخابات را روان دي او د ولسمشر ټاکنه را روانه ده نو د دې لپاره زموږ د غړو د شمېر کمولو کار روان دی او پوره منصوبه بندي شوې ده."

د پاکستان تحریک انصاف د قامی اسمبلۍ ۹۲، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ۹۱ او د پنجاب اسمبلۍ ۱۰۷ غړي په سني اتحاد کونسل کې شامل شوي دي.

د پاکستان قامي اسمبلي ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې ورڅخه یې پر ۲۶۶ باندې استازي د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۶۰ څوکۍ ښځو او ۱۰ لږکیو ته ځانګړې وي.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د غړو شمېر ۱۴۵ دی چې ورڅخه یې ۱۱۵ د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او پکې ۲۶ د ښځو او څلور د مذهبي لږکیو ځانګړې څوکۍ دي.

XS
SM
MD
LG