د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او سري لنکا نن د ۲۰ اووره کرکټ سیالي لري


د سري لنکا لوبغاړی د پاکستان د بابر اعظم په سوځولو خوشالي کوي - انځور له ارشیفه.
د سري لنکا لوبغاړی د پاکستان د بابر اعظم په سوځولو خوشالي کوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان او سري لنکا ملي لوبډلې د درې اړخیزه ۲۰ اووره کرکټ په سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

د نومبر په ۲۷مه په راولپېنډۍ کې سیالي د پېښور له وخت سره سم پر ماښام شپږ او د کابل پر پینځه نیمو بجو پیلېږي.

تر اوسه د شویو سیالیو له مخې، پاکستان خپلې درېواړه لوبې ګټلې دي او پایلوبې ته وتلی دی. زېمبابوې له خپلو څلورو او سري لنکا له خپلو درې سیالیو څخه یوه، یوه سیالي ګټلې ده. که سري لنکا د نومبر ۲۷م سیالي وګټي نو د څلورو نومرو یا پواینټونو په ترلاسه کولو به پایلوبې ته لاره ومومي.

خو که سري لنکا د پاکستان پر وړاندې ماتې خوري نو زېمبابوې د ټولو منډو د نسبتاً ښه کچ یا ښه نېټ رن رېټ پر اساس پایلوبې ته وتلای شي.

د ۲۰ اووره کرکټ درې اخیزه لوبلړۍ سیالۍ د نومبر پر ۱۸مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۲۹مه وشي.

XS
SM
MD
LG