د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قامي اسمبلۍ د امریکا استازو جرګې د قرارداد خلاف قرارداد منظور کړ


په قامي اسمبلۍ کې دغه قرارداد د جون پر ۲۸مه د قامي اسمبلۍ غړې ښایسته پرویز ملک وړاندې کړ. (انځور: ارشیف)
په قامي اسمبلۍ کې دغه قرارداد د جون پر ۲۸مه د قامي اسمبلۍ غړې ښایسته پرویز ملک وړاندې کړ. (انځور: ارشیف)

د پاکستان قامي اسمبلۍ په اکثریت سره د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د قرارداد خلاف یو قرارداد منظور کړی دی.

په قامي اسمبلۍ کې دغه قرارداد د جون پر ۲۸مه د قامي اسمبلۍ غړې ښایسته پرویز ملک وړاندې کړ.

په قرارداد کې ویل شوي چې "دا ایوان د امریکا د ایوان نمایندګانو پر قرارداد اندېښنه ښکاره کوي او د فبرورۍ اتمې انتخاباتو کې د پاکستاني ولس د رایې کارونې په اړه پر څرګندونو ورته تشویش دی."

د قامي اسمبلۍ په قرارداد کې وویل شو چې د امریکا د کانګرس استازو جرګې قرارداد له حقیقت سره اړه نه لري.

د دوی په وینا، "پاکستان یو ازاد او خودمختار هیواد دی او په خپلو کورنیو معاملو کې مداخلت په هیڅ صورت نشي زغملای."

په قرارداد کې دا هعم ویل شوي چې پاکستان له امریکا سره ښې دوه اړخیزه اړېکې غواړي او په راتلونکي کې د استازو له جرګې "د مثبت کردار تمه لری."

خو د پاکستان په پارليمان کې د پاکستان تحریک انصاف اتحادي سنى اتحاد کونسل د امریکايي قرارداد ملاتړ کړی دی.

پاکستان تر دې وړاندې هم ويلي وو چې د امريکا استازو جرګې له خوا په هغه هېواد کې د جمهوریت په ملاتړ منظور شوی پرېکړه ليک (قرارداد) د دواړو هېوادو د تعلقاتو لپاره نه عينی یا بامقصده او نه هم رغنده (تعميري) دی.

دا له هغه وروسته ده چې د استازو جرګې د جون پر ۲۵مه نېټه په "پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ" تر سرلیک لاندې په منظور کړي پرېکړه ليک کې پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی وو چې له پاکستان سره دې د ولسواکۍ، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په پر ځای کولو کې ګډه همکاري وکړي.

د دې په غبرګون کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۶مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ليکلي چې اسلام اباد باور لري چې د هغه قرارداد وخت او پس منظر د دواړو هېوادونو د مثبتو اړيکو له محرکاتو سره سمون نه خوري او دا د پاکستان د سياسي حالاتو او انتخاباتي عمل په اړه د نیمګړې پوهې نتيجه ده.

بیان کاږي چې اسلام اباد د دوه اړخيزه احترام او پوهاوي پر اساس پر تعمیری خبرو اترو او بوختیا باور لري او دا ډول پرېکړه ليک نه بامقصده او نه هم رغنده دی.

د استازو جرګې ۳۶۸ غړو د پرېکړه لیک په حق او اووه تنو یې په مخالفت کې رایه ورکړه.

په قرارداد کې د رڼو او عادلانه انتخاباتو پر ارزښت ټينګار شوی دی او پکې غوښتنه شوې چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه په شویو عامو انتخاباتو کې دې د بې قاعدګیو یا مداخلې د دعوو خپلواکه پلټنې دې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې له واکمن مسلم ليګ (ن) پرته د پاکستان زیاتره ګوندنونو تور پورې کوي چې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې درغلي شوې وه.

خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن او پخواني لنډمهالي حکومت دا تور رد کړی وو او په بیا بیا یې ټینګار کړی وو چې انتخابات په بشپړ ډول راڼه او منصفانه ول.

په همدې حال کې امریکا ویلي دي چې د پاکستان حکومت دې د خلکو د بیان ازادۍ، سوله ییزو جلسو، مذهبي لږکیو او د ښځو د حقونو درناوی وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو مېلر د جون پر ۲۶مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د جمهوریت د ودې لپاره اړینه ده چې په پاکستان کې خلک له بشري او اییني حقونو برخمن ژوند وکړي.

خو د پاکستان حکومت دا نه مني. د اطلاعاتي او خپرونو چارو وفاقي وزیر عطا الله تارړ د جون پر ۲۶مه په خبري غونډه کې ويلي ول چې پر تحریک انصاف پابندي نه شته البته هېچا ته به د ګډوډۍ جوړولو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG