د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ۲۰۲۵ز کال د پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوې ده


په ډېره اسماعیل خان کې یوه روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په ډېره اسماعیل خان کې یوه روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

هغې ادارې د جنورۍ پر ۲۲مه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) ته د ماشوم د وینې نمونې د جنورۍ پر اوومه استول شوې وې چې د جنورۍ پر ۲۲مه یې پکې د پولیو وایرس تایید کړ او دا سږ کال په پاکستان کې د ګوزڼ لومړۍ پېښه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ۷۳ پېښې ثبت شوې وې. د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په خیبر پښتونخوا او سیند کې ۲۲،۲۲ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

هغه اداره وايي چې د فبرورۍ په پیل کې په ټول هېواد کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان واکسینوي.

تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

اخوا بېل اېنډ مېلېنډا ګېټس بنسټ په افغانستان کې د ګوزڼ ختمولو لپاره د ځانګړي پروګرام پیلولو اعلان کړی دی. هغه بنسټ د جنورۍ پر ۱۲مه خلیج ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې پروګرام به د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عرب او د اسلامي پراختیايي بانک په همکارۍ د افغانستان د بیا رغونې صندوق له لارې تمویل شي.

د بېل او مېلېنډا ګېټس بنسټ د پولیو د ختمولو هغه نړیوال نوښت برخه دی چې د حکومتونو او نړیوالو سازمانونو یوه لویه پروژه ده.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG