د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او باجوړ کې په دوو حملو کې د پوځ یو کرنل او یو ولسي وګړی وژل شوي او دوه تنه ژوبل دي.
د ډېره اسماعیل خان د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې وسلوالو د جنورۍ پر ۲۸مه د شورکوټ په کرامت اباد کې د پوځ د کرنل پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې هغه ووژل شو او ورسره ناست دوه نور کسان ژوبل شول.
دی وايي، کرنل عمران په رخصتۍ په شورکوټ کې کور ته تللی وو چې د برید ښکار شو.
تر اوسه معلومه نه ده چې هغه چا او ولې وژلی دی، خو پولیس زیاتوي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
ډېره اسماعیل خان د خیبر پښتونخوا له هغو سیمو یوه ده چې د وسلوالو فعالیتونه پکې زیات دي او وخت نا وخته پر امنیتي ځواکونو بریدونه هم کوي.
د جنورۍ پر ۲۳مه په هغه ضلع د واده پر مهال په یو ځانمرګي برید کې اووه تنه ووژل شول چې پکې د امن کمېټۍ یو غړی هم شامل وو. د حملې ذمه واري چا نه وه منلې.
په باجوړ کې چاودنه
په همدې حال کې د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۲مه غرمه شاوخوا ۱۲ بجې په شيکوټۍ سیمه کې ځمکلاندې بم چاودنې د ډېرۍ کلي یو اوسېدونکی وواژه.
د چاودنې ذمه واری لا چا نه ده منلې.
په وروستیو کې په باجوړ کې پر ولسي وګړو بریدونه زیات شوي دي. د جنورۍ پر ۱۴مه په عنایت کلي بازار کې وسلوالو یو کس وویشت. تر هغې یوه ورځ مخکې وسلوالو د لوی سم تاڼې په حدودو کې په برید کې یو ولسي وګړی وواژه او بل یې ژوبل کړ. د هغو بریدونو مسوولیت هم چا نه وو منلی.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
په هغه صوبه کې خلکو وخت پر وخت د احتجاجونو پر مهال حکومت او امنیتي ادارې تورنې کړې دي چې د وسلوالو پر فعالیتونو يې سترګې پټې کړې دي.
خو د پاکستان حکومت او پوځ دا دعوه ناسمه بولي او وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.
پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.