د پاکستان پوځ وايي چې د بلوچستان په بولان سيمه کې يې د محاصره شوي اورګاډي ټول مساپر راخوشې کړي او ۳۳ وسلوال يې وژلي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند لېفټینېنټ جنرال احمد شریف چودري د مارچ پر ۱۲مه ناوخته له پاکستانيو رسنيو سره د خبرو پر مهال دعوه وکړه چې وسلوالو ۲۱ مساپر او د ملیشې ځواک څلور سرتېري وژلي دي.
نوموړي زياته کړه چې د مساپرو د راخوشې کولو او د وسلوالو پر ضد د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې ۳۳ وسلوال وژل شوي او څه باندې ۳۰۰ مساپر خوشې کړل شوي دي.
خو بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي يا بي اېل اې د مارچ پر ۱۳مه غرمه مهال په بیان کې د پوځ دعوه ناسمه بللې ده او ویلي یې دي چې په سیمه کې یې له سرتېرو سره نښتې اوس هم دوام لري او دا چې یرغمل کړي کسان یې په ولکه کې دي.
بي اېل اې د مارچ پر ۱۱مه له کوټې څخه د لاهور پر لار پېښور ته تلونکی جعفر اېکسپرېس نومې اورګاډی د بلوچستان په کچي (بولان) ضلع کې محاصره کړ او دعوه يې وکړه چې له ۲۰۰ زيات استخباراتي او امنيتي سرتېري يې يرغمل کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې له ۱۰۰ زيات ولسي وګړي خوشې کړي دي.
بي اېل اې پر هغه ورځ د پاکستان حکومت ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ او غوښتنه يې ورڅخه وکړه چې د بلوڅانو سياسي بنديان، مقاومتي غړي او په زوره لادرکه کړل شوي کسان دې "سمدستي" او په "غير مشروط" ډول خوشې کړي.
خو د پاکستان امنيتي ځواکونو د هغوی پر ضد ځمکني او هوايي عمليات پيل کړل.
بې اېل اې د مارچ پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې له يرغمل کړيو امنيتي سرتېرو او استخباراتي اهلکارانو یې ۵۰ وژلي او که پوځ یې د غوښتنو منلو پر ځای د هغوی پر ضد عملياتو ته دوام ورکړي نو پاتې نور به هم ووژني.
هغې ډلې زياته کړې چې د مارچ پر ۱۱مه او ۱۲مه يې د پاکستان پوځ لخوا د ډرون بريدونو او عملياتو په غبرګون کې د نښتو پر مهال ۵۰ پوځيان ووژل چې د هغوی له ادعا سره سم د وژل شويو پاکستانيو سرتېرو شمېر له ۱۰۰ اوړي.
بي اېل اې ادعا کړې ده چې اوس هم د دوی په ولکه کې ځينې امنيتي سرتېري شته او که حکومت يې په ۲۰ ساعتونو کې غوښتنې و نه منلې نو هغوی به هم ووژني.
په خپلواک ډول د دواړو غاړو د مرګژوبلې د دعوو تصدیق نه شي کېدلی.
په بلوچستان کې د اورګاډو ادارې وياند محمد کاشف د مارچ پر ۱۱مه مشال راډيو ته ويلي ول چې په جعفر اېکسپرېس اورګاډي کې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې مساپر سپاره ول.
بلخوا د پاکستان د اورګاډو ادارې بلوچستان ته د هغه هېواد له نورو برخو څخه د اورګاډو تلل منع کړي دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي او د بلوچستان اعلا وزير سرفراز بګټي د مارچ پر ۱۲مه په جلا جلا بیانونو کې ويلي چې د وسلوالو خلاف به تر هغه وخته خپل "جنګ" جاري ساتي چې په هغه صوبه کې امنيت نه وي ټينګ شوی.
بلوچ لېبرېشن ارمي نومې وسلوالې ډلې تر دې مخکې هم پر مساپر وړونکو ګاډو او اورګاډو بریدونه کړي او له هغوی یې دندو ته روان پوځيان ښکته کړي او وژلي او يا هم یرغمل کړي دي.
د ۲۰۲۴ز کال د نومبر پر نهمه هم په کوټه کې د اورګاډي په تمځای کې په بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او له ۵۰ زيات ژوبل شوي ول. د هغه بريد مسوليت بي اېل اې منلی وو.
په وروستيو درو کلونو کې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده. په اسلام اباد کې د شخړو او امنيت څېړنيزې ادارې، چې د بریدونو شمېرې راغونډوي، په خپل تازه راپور کې ويلي چې په فبرورۍ میاشت کې وسلوالو لږ تر لږه ۷۹ بريدونه کړي دي. په هغو بریدونو کې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ول.
د راپور له مخې، په هغو بریدونو کې ۵۵ ولسي وګړي او ۴۷ امنيتي سرتېري وژل شوي دي. په هغو حملو کې د ډېريو ذمه واري بلوڅ بیلتونپالو ډلو او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو ډلو منلې دي.
په همدې حال کې د پاکستان پوځ په بېلابېلو سیمو کې خپلو عملياتو ته دوام ورکړی دی. اسلام اباد مېشتې هغې ادارې په راپور کې راغلي چې امنيتي ځواکونو په فبرورۍ کې ۱۶۶ مشکوک وسلوال وژلي دي.