د خیبر پښتونخوا د اورکزیو ضلعې اوسېدونکي وايي چې حکومت دې ورته څه باندې یوه نیمه لسیزه مخکې د وسلوالو پرضد د پوځي عملیاتو پر مهال د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو تاوان ورکړي.
د سیمې اوسېدونکو د فبرورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، چارواکو یې ۱۰ کاله مخکې د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو سروې کړې، خو پر دې سربېره یې لا معاوضه نه ده ورکړې.
د سیمې مدني فعال بلال اورکزی وايي چې البته په سیمه کې داسې کورنۍ هم شته چې لا د سروې په انتظار دي.
په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اورکزیو استازي محمد اورنګزېب د فبرورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې پر دې موضوع له اعلاوزیر سره غږېدلی دی خو صوبه له مالي مشکلاتو سره مخامخ ده نو ځکه خلک لا د تاوان له پیسو بې برخې پاتې دي.
د ولسي وګړو د زیان د ازالې پروګرام د ارقامو له مخې، صوبايي حکومت تر اوسه له ۱۹،۰۰۰ ترلاسه کړو غوښتنلیکونو څخه ۱۴،۰۰۰ کورنیو ته پیسې ورکړې دي.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي، څه باندې ۳،۰۰۰ کورنیو ته یې لا پیسې نه دي ورکړي. د ادارې په خبره، حکومت لا له ۱،۷۰۰ څخه د زیاتو غوښتنلیکونو پر اساس یا سروې نه ده کړې او یا یې هغه درخواستونه رد کړي دي.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۰ز کال کې په اورکزیو کې د وسلوالو پرضد عملیات پیل کړي ول چې له کبله یې ګڼې کورنۍ بې کوره شوې وې. حکومت په ۲۰۱۵ز او ۲۰۱۶ز کلونو کې کډوالو خپلو کلیو او کورونو ته ستانه کړل.
د پاکستان حکومت د ۲۱مې پېړۍ له پیل راهیسې په قبایلي ضلعو او د سوات په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو برخو کې د وسلوالو پرضد واړه او لوی عملیات کړي دي. په دې لړ کې په ځینو قبایلي ضلعو کې څو ځلې هم عملیات شوي دي او اوس هم د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد هدفي کاروایانې روانې دي.
د پاکستان حکومت تر عملیاتو وروسته خلکو ته د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او کاروبارونو د تاوان ورکولو ژمنه کړې وه.