تر ۱۹ کلونو کم د پنځوس اووره کرکټ په ایشيا کپ کې پاکستان، په پايلوبه کې هند ته په ۱۹۱ منډو ماتې ورکړه او په دې توګه د دې جام اتل شو.
د دیسمبر پر ۲۱مه، په دوبۍ شوې دې سیالۍ کې هند ټاس وګاټه او لومړی یې بالينګ کول غوره کړل. پاکستان په خپلو پنځوس اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په اوټ کېدو ۳۴۷ منډې جوړې کړي. سمیر منهاس تر ټولې ډېرې منډې، ۱۷۲ وکړې.
د دې هدف په ځواب کې د هند لوبډلې تېزه لوبه پيل کړه خو لوبغاړي يې ژر ژر اوټ شول. دوی ټولې ۱۵۶ منډې وکړې.
د کرکټ ایشيا کونسل تر څارنې لاندې د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب، د کرکټ تر ۱۹ کالو کم عمرو اشیا کپ د دیسمبر پر ۱۲مه په دوبۍ کې پیل شوی وو. کوربه افغانستان په دریوو کې د دوو سیاليوو د بایللو له وجې په لومړۍ مرحله کې له دې لوبو بهر شوی وو.
په دې سیاليوو کې د اتو اسیايي هیوادونو لوبډلو برخه اخیستې ده چې په دوو ډلو وېشل شوې وې. په الف ګروپ کې پاکستان، هند، متحده عرب امارات او مالیزیا او په ب ګروپ کې بیا افغانستان، بنګلادېش، سريلنکا او نیپال اچول شوي وو.