د عمان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په جېنيوا کې يې د امریکا او ایران ترمينځ مذاکراتو کې یې "پام وړ پرمختګ" لیدلی دی.
بدر بن حمد البوسعيدي د فبرورۍ پر ۲۶مه ناوخته پر اېکس لیکلي چې د ايران د اټومي پروګرام په اړه د تخنیکي خبرو اترو بل پړاو به راتلونکې اونۍ د اتريش (اسټريا) په پلازمېنه ویانا کې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړې ده چې د دواړو هېواړونو استازي به د نامستقيمو خبرو اترو لړۍ په واشنګټن او تهران کې تر سلا مشورو وروسته بيا پيل کړي.
د مشال رادیو د خبرونو مرکزي څانګې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خولې ليکلي دي چې دا خبرې اترې "په ځانګړې توګه د ایران د اټومي پروګرام او له ایرانه د بندیزونو ليرې کولو په اړه وې."
عراقچي زياته کړې ده چې په مذاکراتو کې "ښه پرمختګ شوی دی."
امریکا لا رسماً د جېنیوا د خبرونو درېیم پړاو په اړه تبصره نه ده کړې.
دواړو خواوو تر دې مخکې د تهران د اټومي پروګرام په اړه موافقې ته د رسېدو په موخه دوه ځلې د عمان په مینځګړتوب نامستقیم مذاکرات کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۴مه د کانګرس ګډې غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې هېڅکله ایران ته د اټومي وسلو ترلاسه کولو اجازه نه ورکوي.
نوموړي تر دې څو ورځې مخکې ویلي ول چې ایران ۱۵ ورځې وخت لري چې د خپل اټومي پروګرام د پیل په اړه موجودو اندېښنو ته ځواب ووايي.
د واشنګټن او تهران استازي پر داسې مهال له یو بل سره خبرې کوي چې ایرانی حکومت د هېواد دننه له زیاتېدونکي مخالفت او پر نړیوال کچ د امریکايي برید د ګواښونو له لامله له فشار سره مخامخ دی.
واشنګټن پر تهران فشار راوړي چې د اټومي پروګرام د محدودولو لپاره موافقه وکړي.
امریکا، اسراییل او نور لوېديز هېوادونه تور پورې کوي چې ایران د اټومي وسلو جوړولو هڅه کوي، خو تهران په بیا بیا ویلي دي چې پروګرام یې سوله ییز دی او د برېښنا (بجلۍ) د پیدا کولو په ګډون د ملکي موخو لپاره دی.