د نیو زیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام (چمپیینز ټرافۍ) په دویمه نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا ته په ۵۰ منډو په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره موندلې ده.
ټاکل شوې چې نیو زیلینډ او هند د مارچ پر نهمه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د اتلانو جام په پایلوبه کې یو بل ته مخامخ شي.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې د مارچ پینځمې د سیالۍ پچه نیو زیلینډ وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.
د نیو زیلینډ بیټرانو رچېن روېندرا او کېن وېلییمسن د وېل ینګ تر سوځېدو وروسته ښه توپوهنه وکړه. روېندرا ۱۰۸ او وېلییمسن ۱۰۲ منډې وکړې. ګلېن فېلېپس او ډيرېل مېچل ۴۹، ۴۹ منډې وکړې.
نیو زیلینډ په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې دشپږو لوبغاړو په زیان ۳۶۲ منډې وکړې.
د جنوبي افریقا لونګي اېنګېدي درې، کګیسو ربادا دوه او ویان مولډر یوه وېکټه واخیسته.
په ځواب کې د جنوبي افریقا لوبډلې د یو بیټر تر سوځېدو وروسته ښه توپوهنه وکړه او چې مجموعي منډې ۱۲۵ ته ورسېدې نو تېما بووما په ۵۶ منډو وسوځېد او بیا لږ وروسته رسي فن دېر دوسن په ۶۹ منډو وسوځېد.
تر دې وروسته د جنوبي افریقا توپوهوني نسبتاً ژر، ژر سوځېدل او په ۴۶م اوور کې یې نهم بیټر هم وسوځېد. هغه وخت د لوبډلې مجموعي منډې ۲۵۶ وې، خو ډېوېډ مېلر بیټېنګ ته دوام ورکړ او په وروستیو شاوخوا څلورو اوورونو کې یې ۵۶ منډې وکړې. مېلر د وروستي اوور په اخري توپ خپله سلیزه پوره کړه. خو جنوبي افریقا په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۲ منډې وکړای شوې او نیمه پایلوبه یې وبایلله.
د نیو زیلینډ مېچل سینټنر درې او ګلېن فېلېپس او میټ هېنري دوه، دوه وېکټې واخیستې. رچېن روېندرا د سیالي غوره لوبغاړی شو.
تر دې مخکې هند د مارچ پر څلورمه په لومړۍ نیمه پایلوبه کې اسټرالیا ته په څلورو وېکټو ماته ورکړې وه او پایلوبې ته وتلی وو.
د اتلانو جام په سیالیو کې اته غوره لوبډلو برخه واخیسته چې ورڅخه یې پاکستان، بنګلادېش، هند او نیو زیلینډ په الف او افغانستان، اسټرالیا، انګلستان او جنوبي افریقا په ب ګروپ کې دي.