د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزی: د علم پر ګاڼه سمبالې نجونې د وروڼو تر څنګ افغانستان له احتیاجه خلاصولی شي


پخوانی افغان ولسمشر، حامد کرزی - انځور له ارشیفه
پخوانی افغان ولسمشر، حامد کرزی - انځور له ارشیفه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یوځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو ښونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

کرزي د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستو د ۱۰۵مې کليزې په مناسبت چې د اګست ۱۵مه ده، په خپاره کړي بیان کې ويلي چې يو وار بیا د طالبانو پر حکومت ږغ کوي چې په هیواد کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیزي. "د علم په زیور سمبالې نجونې د خپلو وروڼو ترڅنگ د هیواد له احتیاجه د خلاصون او پرمختګ لپاره خپله ونډه ادا کړي. تعلیم او ملي اتحاد هغه قوت دی چې ګران هیواد به پیاوړی وساتي."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې حکومت ونیو. دوی د خپلې واکمنۍ پر مهال پر ښځو ګڼ بندیزونه لګولي چې یو هم پکې له شپږم ټولګي پورته د نجونو تعليم او د ښځينه زده کوونکو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړل دي. طالبانو د دې بندیزونو لیرې کولو لپاره د افغان نجونو، سياستوالو او نړیوالو غوښتنې نه دي منلي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې دا مهال نیږدې یو نیم میلیون نجونې تر شپږم ټولګي پورته ښونځیو او پوهنتونونو څخه بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG