د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: وسلوالو د سوډان په دارفور کې تر ۱،۰۰۰ ډېر خلک وژلي

تازه شو

یو سوډانی سرتېری له پلازمېنې خرطوم سره نېږدې په جګړه کې سوځېدلې ودانۍ ته څېرمه تېرېږي - د ۲۰۲۵ د مې ۲۲مې انځور.
یو سوډانی سرتېری له پلازمېنې خرطوم سره نېږدې په جګړه کې سوځېدلې ودانۍ ته څېرمه تېرېږي - د ۲۰۲۵ د مې ۲۲مې انځور.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، د روان کال په اپرېل کې د سوډان په دارفور کې د بې کوره شويو خلکو په کیمپ کې تر ۱،۰۰۰ څخه زیات ولسي وګړي وژل شوي ول.

دفتر د ډېسېمبر پر ۱۸مه په خپل راپور کې ویلي د وژل شویو "درېیمه برخه" له حقیقي محاکمې یا عدالتي مقدمې پرته "اعدام" شوي دي.

رويټرز او فرانس پرېس اژانسونو د راپور په حواله ويلي دي د چټک ملاتړ ځواک (ریپېډ سپورټ فورس) ملېشې د اپرېل ۱۱مې او ۱۳مې ترمینځ تر برید څو میاشتې مخکې زم زم پنډغالي (کیمپ) ته د خوراکي توکو د لېږد مخه نیولې وه.

هغه مهال په کیمپ کې د سوډان د کورنۍ جګړې له کبله شاوخوا ۵۰۰،۰۰۰ بې کوره شوي اوسېدل.

راپور وايي، د چټک ملاتړ ځواک وسلوالو له حکومتي ځواکونو څخه د کیمپ د نیولو پر مهال پر ولسي وګړو بریدونه کړي.

د راپور له مخې، ژوندي پاتې وګړي د "پراخو وژنو، جنسي تېریو، ځورونو او تښتونو شاهدان" دي او دا چې لږ تر لږه ۳۱۹ کسان په کیمپ کې یا ورڅخه د تېښتې پر مهال وژل شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر فولکر ترک ویلي چې د ولسي خلکو قصدي وژنه جنګي جرم ګڼل کېدای شي.

د چټک ملاتړ ځواک تر برید وروسته بې کوره وګړي له زمزم کیمپه روان دي - د اپرېل ۱۵مې انځور.
د چټک ملاتړ ځواک تر برید وروسته بې کوره وګړي له زمزم کیمپه روان دي - د اپرېل ۱۵مې انځور.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر خپل راپور ګاونډي هېواد چاډ ته له تښتېدلیو ۱۵۵ ژوندیو پاتې شویو او عیني شاهدانو سره په جولای کې د شویو مرکو پر اساس تیار کړی دی.

چټک ملاتړ ځواک لا راپور ته غبرګون نه دی ښوولی خو تر دې مخکې یې ویلي چې ولسي وګړو ته زیان نه رسوي او له خپلو وسلوالو سره د سرغړونو حساب کوي.

په سوډان کې د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۱۵مه تر هغه وروسته نښتې پیل شوې چې د یوې پخوانۍ پرېکړې له مخې د سوډان پوځ د چټک ملاتړ ځواک (ریپېډ سپورټ فورس) په نوم د نیمه پوځي ملېشې له ځان سره د شاملولو بهیر پیل کړ خو هغې ملېشې له دې کاره انکار وکړ او د پوځ پرضد یې جګړه پیل کړه.

په هغه هېواد کې د جګړې له امله لسګونه زره کسان وژل شوي، مېلینونه بې‌ کوره شوي، او د ملګرو ملتونو په وینا، د هېواد شاوخوا نیمايي نفوس له لوږې سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG