د ملي جمهوري غورځنګ (نیشنل ډېموکریټېک موومېنټ یا اېن ډي اېم) مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي دعوه کړې ده چې په افغانستان کې یې طالبان د وژلو نیت لري.
محسن داوړ د جنورۍ پر ۲۲مه له مشال رادیو سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان استخباراتي او امنیتي ادارو ورته ویلي دي چې "افغان طالبان" یې د وژلو نیت لري.
داوړ وویل چې طالبانو یې د وژنې لپاره چا ته "۵۰۰،۰۰۰ امریکايي ډالر ورکړي" دي.
نوموړي له مشال راډیو سره د امنیتي ادارو هغه خبرتیا شریکه کړې چې پکې یې ده ته د خبرداره اوسېدو سپارښتنه کړې ده.
په خبرتیا کې راغلي دي چې "افغان طالبانو" یې د وژلو لپاره "د فتنه الخوارج" وسلوالو ته پیسې ورکړې دي. د پاکستان پوځ د 'فتنه الخوارج' اصطلاح د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو لپاره کاروي.
نوموړي وویل چې په پاکستان کې د هغو مدني فعالانو، سیاستوالانو او د ګوندونو د غړو ژوند خوندي نه دی چې په افغانستان او پاکستان کې یې "د طالبانو په اړه دریځ ډېر ښکاره دی" او مخالفت یې کوي.
داوړ وویل چې پخوا یې هم ژوند ته خطر وو او د ۲۰۲۴ز کال د عامو انتخاباتو د کیمپېن پر مهال ورباندې په میرامشا کې برید هم شوی وو چې دی ورڅخه روغ وتلی وو.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا د داوړ د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. خو د ټي ټي پي یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې دوی هغه ته هېڅ ګواښ نه دی کړی او په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي.
داوړ له ۲۰۱۸ز کال څخه تر ۲۰۲۳ز کال پورې په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی وو. هغه پر تحریک طالبان پاکستان، په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت، او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر تګلارو سختې نیوکې کوي.