د خیبر پښتونخوا په نوښار کې وسلوالو د اېکسایز یا د مالیو چارو ادارې دوه کارکوونکي او د هغوی ډرېور وژلی او یو افسر یې ژوبل کړی دی.
د هغې ادارې یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پېښه د اپرېل پر ۱۳مه شپې شاوخوا دوه بجې په تارو جبه کې شوې ده.
دی وايي، د اېکسایز او ټیکسونو ادارې کارکوونکو په سیمه کې د قاچاق یا ناقانونه کاروبار کوونکو د معلومولو لپاره ګزمه (ګشت) کوله چې پر مهال یې یو ګاډی ولید او ورباندې شکمن شول.
د چارواکي په خبره، هغوی چې ګاډي ته د درېدو اشاره وکړه نو پکې سپرو کسانو ډزې یې وکړې چې پکې دوه کارکوونکي او د هغوی ډرېور ووژل شول او یو سب انسپکټر ژوبل شو چې د درملنې لپاره د پېښور لېډي ریډنګ روغتون ته لېږدول شوی دی.
هغه زیاتوي چې وسلوال تر برید وروسته وتښتېدل.
د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په مختلفو برخو کې د اېکسایز او ټیکسونو چارو ادارې کارکوونکي د قاچاق او ناقانونه کاروبارونو مخنیوي لپاره وخت په وخت ګزمې کوي او چاپې هم وهي.
په نوښار کې د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو د نوښار د پبو تاڼې پولیسو مقدمه دایره کړې او د وسلوالو لټون یې پیل کړی دی.
په خیبر پښتونخوا له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده. په هغه صوبه کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو بریدونه کوي.
د اپرېل پر ۱۲مه د شانګلې د پولیسو مشر ګاډی د بمي چاودنې ښکار شو خو هغه له پېښې روغ ووت.
په عین حال کې د پاکستان پوځ او د خیبر پښتونخوا پولیس او نورې امنیتي ادارې وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
رپورټ وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې لسګونه مشکوکو وسلوالو، امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله واوښته.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز رپورټ کاږي چې سږنی مارچ په تېره لسیزه کې د سرتېرو د مرګژوبلې له پلوه دویمه تر ټولو خونړۍ میاشت وه.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه اسلام اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.