د خيبر پښتونخوا په بنو کې وسلوالو یو پخوانی تاڼېدار له خپل ګاډي سره تښتولی دی.
د بنو پولیسو خبریالانو ته په استولي بیان کې ویلي، پخوانی تاڼېدار عابد وزیر د خدري مامند خېلو اوسېدونکی وو چې هم هلته د نومبر پر نهمه غرمه مهال په بازار کې په خپل ګاډي کې روان وو چې وسلوالو وتښتاوه او نامعلوم ځان ته یې ولېږداوه.
تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی چا او ولې تښتولی دی خو پولیس زیاتوي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بنو پولیسو د نومبر پر شپږمه په خدري مامندخېلو کې د وسلوالو پرضد عملیات وکړل. پولیس وايي، د عملیاتو پر مهال په څو ساعته نښته کې څلور مشکوک وسلوال ووژل شول.
د بنو پوليسو مشر سليم عباس کلاچي د نومبر پر اوومه رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې وویل چې په عملیاتو کې یو پولیس ووژل او نهه پولیس او څلور ولسي وګړي ژوبل شول.
کومې وسلوالې ډلې د عملیاتو او د پولیسو د دعوې په غبرګون کې څه نه ول ویلي.
په بنو او شاوخوا سیمو کې تر دې وړاندې هم وسلوالو حکومتي مامورین او سیمه ییز مشران تښتولي چې يوشمېر يې وروسته د سیمې د مشرانو په جرګو خوشې شوي دي.
د نومبر پر اوومه وسلوالو د یوې ځايي جرګې په هڅو د اوبو او برېښنا لېږدولو ادارې (واپډا) پينځه تښتولي کارکوونکي خوشې کړل.
پوليسو او جرګې نور وضاحت ور نه کړ چې د واپډا کارکوونکي چا تښتولي ول او په کومو شرايطو خوشې شوي دي.
وسلوالو د واپډا کارکوونکي د روان ۲۰۲۵ز کال د سېپټېمبر پر ۱۲مه د بنو چاوڼۍ تاڼې په حدودو کې د برېښنا نظام مرمت پر مهال تښتولي ول.
له څلورو کلونو راهیسې د بنو په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو او سرتېرو تښتونې زیاتې شوې دي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.
رپورټ وايي، تېره میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.
اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.