پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په بر دیر کې پر امنیتي پوستې په وسلوال برید کې د ملېشه ځواک درې سرتېري وژل شوي او درې ژوبل دي.
د بر دیر د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اګست پر ۳۱مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل، ګڼو وسلوالو د اګست پر ۳۰مه شپې ناوخته له ډېورنډ کرښې سره نېږدې په براول سیمه کې پر پوستې برید وکړ.
دی وايي، تر برید وروسته هلته د سرتېرو او وسلوالو ترمینځ ډزې وشوې او وسلوالو پوسته ونیوله خو څه وخت وروسته په وسلو سمبال ولسي وګړي ورغلل او پوسته یې له وسلوالو خلاصه کړه.
د سیمې تحصیل چېرمېن رفیع الله خان د اګست پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل، اوس وضعیت کنټرول دی. "وسلوالو چېک پوسټ (امنیتي پوسته) قبضه کړه خو بیا د قوم خلک او مشران راغلل" او پوسته یې له وسلوالو ازاده کړه "اوس الحمدالله دلته امنیت او امن بالکل بحال دی."
په بر دیر کې د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په تېرو اونیو کې په خیبر پښتونخوا کې وسلوالو پر پولیسو او امنیتي سرتېرو یوشمېر حملې کړې دي. د اګست پر ۲۹مه د خیبر په تیرا کې پر پوځي مرکز په ځانمرګي برید کې یو سرتېری ووژل او شپږ ژوبل شول. پر هم هغه ورځ په بنو کې وسلوالو یو پولیس سرتېری وواژه.
تر دې څو ورځې مخکې د اګست پر ۲۵مه وسلوالو د هنګو په توره وړۍ کې د اېف سي ځواک پر کلا برید وکړ چې پکې درې سرتېري ووژل او ۱۷ ژوبل شول.
د هغو ټولو حملو ذمه واري هم چا نه وه منلې.
په تېرو څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.
د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اګست پر ۳۱مه په ترهګرۍ ضد قانون کې د بدلونونو مسوده لاسلیک کړه. حکومت وايي، د قانون موخه د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د امنیتي ادارو وړتیا زیاتول او د ملي امنیت خوندي کول دي.
قانون حکومت ته واک ورکوي چې په ناامنۍ، باج غوښتنو او د تاوان لپاره د خلکو په تښتونو کې د ککړتیا په تور نیول شوي کسان تر درو میاشتو پورې له ځان سره وساتي. اپوزیشن ګوندونو او د بشري حقونو سازمانونو په ترهګرۍ ضد قانون کې د بدلونونو مخالفت کړی، خو حکومت وايي، ترامیم د ملي امنیت لپاره اړین ول.
داراز، وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.
په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.