د لاسرسي ځای

تازه خبر

لبنان د پېجرو چاودنو پړه پر اسراییلو اچولې ده


د پېجرو تر چاودنو وروسته په بیروت کې د امریکايي پوهنتون د طبي مرکز مخې ته ګن خلک او امبولانسونه ولاړ دي - د سېپټېمبر ۱۷مې انځور.
د پېجرو تر چاودنو وروسته په بیروت کې د امریکايي پوهنتون د طبي مرکز مخې ته ګن خلک او امبولانسونه ولاړ دي - د سېپټېمبر ۱۷مې انځور.

په لبنان کې د پېجر په نوم د پیغامونو لېږد او ترلاسه کولو لپاره د کارېدونکو مخابراتي الو چاودېدو له وجې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او ۲،۷۵۰ تنه ژوبل شوي دي.

د لبنان د عامې روغتیا وزیر ویلي دي چې هغه پېجرونه د سېپټېمبر پر ۱۷مه پر یو وخت چاودېدلي دي.

تر دې مخکې ایران پلوې حزب الله ډلې ویلي ول چې په وژل شویو کې یې دوه غړي او یوه نجلۍ هم شامله ده چې په وینا یې، په "مرموزو" چاودنو کې وژل شوي دي.

د لبنان د عامې روغتیا وزیر فراس الابیض ویلي دي چې د ۲۰۰ ټپیانو روغتیايي وضعیت خراب دی.

ایرانۍ رسنۍ وايي چې په چاودنو کې یې په بیروت کې سفیر کې هم ژوبل شوی دی.

د بیروت په یو دوکان کې د یو کس په کڅوړه کې د پېجر چاودنې دا انځور پر ټولنیزو رسنیو له خپرې شوې ویډیو اخیستل شوی - د سېپټېمبر ۱۷مې انځور.
د بیروت په یو دوکان کې د یو کس په کڅوړه کې د پېجر چاودنې دا انځور پر ټولنیزو رسنیو له خپرې شوې ویډیو اخیستل شوی - د سېپټېمبر ۱۷مې انځور.

د لبنان د اطلاعاتي چارو وزیر زیاد المکاري د پېجرو چاودنې غندلې دي او دا کار یې "اسراییلی تېری (جارحیت)" بللی دی.

د لبنان د بهرنیو چارو وزارت دا کار د اسراییلو انټرنېټي یا سایبري حمله بللې او زیاتوي چې له چاودېدلو څخه یې ځینې په شام کې وې. وزارت په یو بیان کې دا هم ویلي دي چې په دې لړ کې یې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د شکایت دایرولو تیاری هم کوي.

اسراییلو لا رسماً د لبنان د دعوو او تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو د پوځ ویاند یې د چاودنو له یادولو پرته وویل چې د پوځ مشر جنرال هېرڅي هلېوي د وضعیت ارزولو لپاره له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

د اسراییلي پوځ ویاند رویټرز اژانس ته ویلي دي چې په غونډه کې د پالیسۍ بدلولو اعلان و نه شول، خو پوځ به "بیداره او تیار" اوسي.

اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو مېلر د سېپټېمبر پر ۱۷مه خبریالانو ته وویل چې واشنګټن د هغو پېښو په اړه وار له مخه خبرتیا نه لرله او په چاودنو کې ښکېل نه دی.

د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو د همغږۍ چارو ځانګړې چارواکې پر چاودنو خپګان ښوولی دی او په بیان کې یې ویلي دي چې دا کار په سیمه کې کړکېچ "په خورا اندېښمنوونکې توګه ژوروي."

XS
SM
MD
LG