د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د ښځو او نرښځیانو د حقونو او وکالت لپاره ځانګړې شبکه جوړه شوې ده


د حوا لور او د بشري حقونو لپاره د وکيلانو شبکې غړې د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د پرانیستغونډې پر مهال.
د حوا لور او د بشري حقونو لپاره د وکيلانو شبکې غړې د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د پرانیستغونډې پر مهال.

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره کار کوونکې ادارې "د حوا لور" او د کار په ځای کې د جنسي ځورونو پرضد د صوبايي محتسبې د دفتر په شريکه د ښځو او نرښځیانو د وړیا قانوني مرستو لپاره د زنانه وکیلانو یوه شبکه جوړه کړې ده.

د لایرز فار رایټس نېټورک یا د بشري حقونو لپاره د وکيلانو شبکې په نوم په هغه ډله کې د صوبې د څلورو ضلعو پېښور، نوښار، مردان او چارسدې وکیلانې شاملې دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو ادارې "د حوا لور" په نوښت د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا په محتسب سېکرټرېټ یا دفتر کې د شبکې د پرانیستې په غونډه کې ۳۰ وکیلانو، د ضلعي وکیلانو د ټولنو چارواکي، حکومتي افسران او د نرښځیانو د ټولنې فعالان موجود ول.

د حوا لور تنظیم مشرې خورشید بانو د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې د دوی روزل شوې وکیلانې به د هغو ښځو او نرښځيانو وړیا قانوني مرسته کوي چې په عادي حالت کې ورته له لیرې سیمو څخه پېښور ته ورتګ ګران وي.

نوموړې وویل چې د شبکې جوړولو مقصد په لیرې پرتو سیمو کې د ښځو او نرښځیانو لپاره د هغوی د قانوني حقونو د ترلاسه کولو په کار کې مرسته کول دي. "په مردان کې د نرښځیانو شمېر ډېر دی. ښځې هم ډېر مشکلات لري. لکه د کم عمرۍ او جبري ودونه، په وراثت کې حق، جنسي ځورونې او کورنی تشدد. په داسې کېسونو (قضیو) کې چې کله موږ دوی پېښور ته لېږدوو نو تګ ورته اسانه نه وي. له همدې وجې موږ داسې نېټورک جوړ کړ چې د مردان، پېښور يا نورو ضلعو کېسونه به په همهغو ځایونو کې حل کېږي."

په خیبر پښتونخوا کې د کار په ځای کې د جنسي ځورونو ښکار ښځو محتسبې رخشندې ناز د ډېسېمبر پر اوومه مشال را‌‌‌ډیو ته وویل چې د دوی او د حوا لور تنظیم ترمینځ یوه موافقه لاسلیک شوې ده چې له مخې به یې په داسې نوښتونو کې ملاتړ کوي. "د دوی کار دا دی چې په دفترونو کې د جنسي ځورونې کېسونو په اړه پوهاوی پیدا کړي. د هغې تر څنګ د جنسي ځورونې په نورو کېسونو کې د ضلعو پر کچ دې هغوی د وړیا قانوني مرستې ورکولو ته موجودې و اوسي. دا زموږ لپاره هم یوه ډېره ښه موقع وه. ځکه چې موږ د ښځو د وراثت د قانون په عملي کولو کې ښځو وکیلانو ته ضرورت لرو. د ښځینه وکیلانو ګټه دا ده چې په کورونو کې ناستې ښځې ورسره په اسانه خبرې کولای شي."

په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو ټولنې د دې ګام هرکلې کړی او وايي چې باید په دې لړ کې نور کارونه وشي.

د نرښځیانو د حقونو لپاره د کارکوونکي ناحکومتي تنظیم منزل فاونډېشن مشرې ارزو مشال راډيو ته وویل چې نرښځیانې په ټولنه کې له بېلابېلو مسلو سره مخامخ دي خو د خپل حق د دفاع لپاره د وکیلانو د فیس وس نه لري نو دا وړیا خدمات ځکه اهميت لري. "نرښځیان له ډېرو مسلو سره مخامخېږي، خو هغوی د وکیلانو د فیسونو د ورکولو لپاره پیسې نه لري. سرکاري وکیلان هم زموږ قضیو ته ډېر پام نه کوي. زموږ له منزل فاونډېشن سره هېڅ وکیل نه وو خو له دې نېټورک سره موږ ته وکیل مېلاو (ترلاسه) شو چې په بېلابېلو کېسونو کې به مو مرسته کوي او مشورې به راکوي."

بلخوا خورشید بانو وايي دوی ښځينه وکیلانو ته د بار کونسل (د وکیلانو ټولنې) په مرسته روزنه ورکړې چې اوس به هره تربیت یافته وکیله ۱۰ نورې وکیلانې روزي او په دې توګه به دا بهیر ورو، ورو پراخېږي.

د شبکې غړې او د پېښور های کورټ وکیلې عایشې خورشید مشال راډيو ته وویل د وکیلانو په نېټورک کې زیاتره ځوانې وکیلانې شاملې دي چې د جوړولو مقصد یې هم پوره شي چې په قانون کې د ښځو زیاته ونډه باوري شي او په ښه ډول یې تربیت وشي. "کومې ځوانې وکیلانې چې په دې نېټورک کې شاملې شوې دي هغوی به د ښځو او نرښځیانو لپاره د جوړو قوانینو نفاذ او خلکو ته د پوهې رسولو مهم کار کوي. د دې نېټورک یو ښه مقصد دا دې چې د ځوانو وکیلانو ښه تربیت وشي او په ښه ډول به له یوه بل سره رابطې کولی شي."

د خورشید بانو په خبره، له نورو ضلعو یې هم غوښتنې ترلاسه کړې دي چې شبکه دې هلته وروغځوي چې دوی یې د خیبر پښتونخوا تر نورو ځایونو هم د پراخولو پلان لري.

XS
SM
MD
LG