د پاکستان وفاقي شرعي عدالت د نرښځيانو لپاره په شناختي کارډونو کې د خپلې خوښې جنس ليکلو اجازت ناقونه ګرځولی دی.
وفاقي شرعي عدالت د نرښځیانو د حقونو د قانون [ټرانسجېنډر اېکټ] خلاف په جمع شویو درخواستونو د مې په ۱۹مه په پرېکړه کې وويل چې نرښځیان نه خپل جنس بدلولی شي او نه ځان دښځې یا سړي په توګه یادولی شي.
په پرېکړه کې راغلي که څوک پیدايشي ښځه یا سړی وي اوځانته نرښځی وایي نو دا به دشریعت پرضد عمل وي.
عدالت وايي، دجنس ټاکنه دانسان داحساساتو پر اساس نه شي کېدای.
د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان د نرښځيانو د حقونو قانون پر ضد وفاقي شرعي عدالت کې درخواست جمع کړی وو او ادعا يې کړې وه چې هغه قانون له اسلامي اصولو سره په ټکر کې دی.
تر دې وړاندې د پاکستان اسلامي نظریاتي شورا (کونسل) هم ویلي ول چې د نرښځیانو د حقونو او خوندیتوب په قانون کې په خپله خوښه د جنسي پېژندګلوۍ ټاکلو نکته "غیر شرعي" ده.
په ۲۰۱۸ز کال په پاکستان کې د نرښځیو د حقونو او ساتنې قانون جوړ شوی چې پکې تر طبي بورډ له معاینې پرته په شناختي کارډونو او نور قانوني اسنادو کې نرښځیانو د خپل جنس ټاکلو حق ترلاسه کړی دی.
د خیبر پښتونخوا د نرښځیانو یوه مشره فرزانه وایی، ښايي د عدالت هغه پرېکړه سمه وي خو لا هم نرښځیان د ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. نوموړې د مې پر ۱۹مه مشال راډیو سره په خبرو کې نرښځیانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
''خواجه سرا قتل شول، معذوره شول، له ضلعو وشړل شول، ویښتان او وروځې یې وخرول شوې، نازیبا وېډیوګانې ترې جوړې شوې، پروګرامونه ته هم نه پرېښودل کیږي''
فرزانې وویل، نرښځیان خوندي نه دي او چې قانون د خوندي خلکو لپاره وي.
حکومت په بیا بیا ویلي چې نرښځیانو ته د اسانتیاو لپاره یې ځینې کارونه کړي لکه په نادارا کې ثبتول، په بي ار ټي بسونو کې ځانګړي سیټونه، په روغتونونو کې ځانله بسترې، په خیبر پښتونخوا کې تر ۶۰ کلونو زیات عمر لرونکو نرښځیانو ته پینشن ورکول او په سرکاري کارونو کې هغوی ته وظیفې ورکول پکې شامل دي.
د نرښځیانو د حقونو او خوندیتوب قانون:
د پاکستان سپریم کورټ په ۲۰۱۲ز کال کې د نرښځیو د حقونو او خوندیتوب د قانون جوړولو سپارښتنه کړې وه چې سېنېټ یې مسوده د ۲۰۱۸ز کال په مارچ کې منظوره کړه.
تر دې وروسته د هم هغه کال په مې کې قامي اسمبلۍ هم مسوده تایید کړه او لنډمهالي ولسمشر صادق سنجراني په هم هغه میاشت کې ورباندې لاسلیک وکړ چې د قانون په توګه نافذ شو.
په هغه قانون کې د پاکستان له اساسي قانون سره سم، خواجه سراوو ته د هېواد د نورو وګړو په څېر د حقونو ورکولو خبر شوې.
تر دې وروسته نرښځیو د طبي بورډ له معاینې پرته په شناختي کارډونو او نور قانوني اسنادو کې د خپل جنس ټاکلو حق ترلاسه کړ.
په قانون کې له نرښځیو سره د توپیرپالنې مخنیوي، د میراث یا په جایداد کې د برخې ورکولو حق، د جلسو او غونډو، د ووټ ورکولو، په سرکاري دفترونو کې د کار کولو او نور حقونه شامل دي.
په کراچۍ کې ګڼو نرښځیانو او فعالانو د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۰مه د حقونو لپاره لاریون وکړ.
د نرښځیو د حقونو او خوندیتوب د قانون د ۲۰۲۲ز کال پر ترمیمي مسودې تر هغه وروسته تود بحث پیل شو چې د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان په ګډون یوشمېر سېنېټرانو ورباندې نیوکې وکړې او ويلي يې ول چې خلک له طبي معاینې او قانوني اسنادو پرته په شناختي کاډرونو کې خپل جنس "خواجه سرا یعنې نرښځی" لیکي.
مذهبي ګوندونه او ډلې دعوه کوي چې هغه قانون په پاکستان کې "همجنسبازۍ" ته لاره هواروي خو نرښځي او د حقونو فعالان دا تورونه ردوي. په هغه هېواد کې همجنسبازي ناقانونه ده.
هغه مهال د سېنېټرانو بحثونو او نیوکو د نرښځیو او د بشري حقونو فعالانو پراخ غبرګونونه او مظاهرې پارولې وې.
تر دې وروسته د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر پر ۲۷مه، د پاکستان اسلامي نظریاتي شورا د نرښځیو د حقونو د خوندیتوب د قانون جاج اخیستو لپاره د یوې کمېټۍ جوړولو وړاندیز وکړ.
"پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل" يوه ايينې اداره ده چې په ۱۹۶۲ز کال کې جوړه شوې وه او بیا د ۱۹۷۳ز کال له اساسي قانون سره سم یې په جوړښت کې بدلونونه وشول.
د ادارې کار پارلېمان ته د اسلام له نظره د قانوني مسودو او قوانینو په اړه مشورې ورکول دي.
د پاکستان په سېنېټ کې د نرښځیانو د حقونو خوندیتوب پر قانون تر نیوکو وروسته هغه موضوع په وفاقي شرعي عدالت کې تر غور لاندې ده. له دې پرته سېنېټ خپله هم هغه قانون ته د بیا کتنې لپاره کمېټي جوړه کړې ده.