د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر وايي کور کمانډر دې ورته پر امنیتي وضعیت معلومات ورکړي

تازه شو

سیاستوالان او خبریالان تر غونډې مخکې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ ودانۍ مخې ته ورغونډ شوي دي - انځور له ارشیفه.
سیاستوالان او خبریالان تر غونډې مخکې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ ودانۍ مخې ته ورغونډ شوي دي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر له پوځه غوښتنه کړې ده چې ورته دې په صوبه کې د روانې امنیتي وضعې په اړه معلومات ورکړي.

بابر سلیم سواتي دا خبره د جنورۍ پر ۱۴مه په اسمبلۍ کې د خیبر پښتونخوا پر امنیت د غونډې پر مهال په خپلو څرګندونو کې وکړه.

نوموړي وویل چې د پېښور کور کمانډر (د قول اردو مشر) دې ورشي او په اسمبلۍ کې دې د امنیت په اړه ځانګړې کمېټۍ ته د ناامنۍ پر موضوع معلومات ورکړي.

هغه وویل چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې صوبې په بېلابېلو برخو کې د وسلوالو پرضد څو ځلې عملیات شوي چې له وجې یې "خلک بې کوره شول چې لا هم نه دي پر ځای شوي" نو ځکه "امنیتي کمېټۍ پرېکړه وکړه چې په دې اړه باید له کور کمانډره تفصیلات واخلي."

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې د پاکستان پوځ د تیرا شپږو قومونو ته وویل چې د جنورۍ له ۱۰مې څخه دې تر ۲۵مې پورې خپلې مېنې پرېږدي چې هلته د وسلوالو پر وړاندې عملیات وکړي.

له هغه وخت راهیسې ګڼو خلکو خپل کلي پرېښي دي او پېښور او نورو ځایونو ته تللي دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي اداره (پي ټي ډي اېم اې) ادارې د عملیاتو له وجې د شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ وګړو د بې کوره کېدو اټکل کوي او وايي، له ټولو کورنیو سره مالي مرسته کوي.

د سپیکر بابر سلیم سواتي دفتر د جنورۍ پر ۱۲مه په یو بیان کې هم ویلي ول چې د پېښور کور کمانډر ته یې لیک استولی او ورڅخه یې غوښتي دي چې د اسمبلۍ د امنیت ځانګړې کمېټۍ ته دې پر ناامنۍ معلومات ورکړي.

د پاکستان پوځ یا د پېښور کور کمانډر لا د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ سپیکر د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتی د غونډو په تالار کې پر خپله څوکۍ ناست دی - انځور له ارشیفه.
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتی د غونډو په تالار کې پر خپله څوکۍ ناست دی - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د جنورۍ ۱۴مې د بحث پر مهال د واکمن تحریک انصاف او مخالفو ګوندونو غړو هم پوښتنه وکړه چې په صوبه کې د پوځ پر موجودګۍ سربېره ولې نه امنیت نه شته.

دوی په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې امنیتي وضع سمول د امنیتي ادارو ذمه واري ده.

په خیبر پښتونخوا کې واکمن تحریک انصاف او یوشمېر نورو ګوندونو په تېرو وختونو کې په بیا بیا د پوځي عملیاتو د اغېزناکۍ په اړه پوښتنې کړې دي.

هغوی وايي، په تېرو کلونو کې په بېلابېلو سیمو کې څو ځلې لوی او واړه عملیات شوي، خو ګټه یې نه ده کړې بلکې له وجې یې خلک بې کوره کېږي او د وسلوالو فعالیتونه دوام لري.

خو د پاکستان پوځ او وفاقي حکومت وايي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې د "عزم استحکام" په نوم روان هدفي عملیات اړین دي.

د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د جنورۍ پر شپږمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې د خيبر پښتونخوا د اعلاوزير سهېل اپرېدي او د هغه د ګوند پاکستان تحريک انصاف د رهبر عمران خان نومونو له یادولو پرته وویل چې د هغوی په بیا بیا انکار او مخالفت سربېره په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو پرضد عملیات روان دي ځکه چې په وینا یې، د پاکستان ايين پوځ ته اجازه ورکوي چې د وسلوالو پرضد د عملياتو په ترسره کولو "د هېواد او ولس دفاع باوري کړي."

نوموړي وویل، "عمليات روان دي ځکه امنيت او ځينې نور بنيادي شيان دي چې هېڅ ډول جوړجاړی ورباندې نه شي کېدای."

اپرېدي د جنورۍ پر پینځمه ویلي ول چې حکومت یې پوځ ته په صوبه کې د عملیاتو اجازه نه ورکوي او زیاته کړې یې وه چې د ۲۰۲۵ز کال د نومبر پر ۱۲مه د صوبايي اسمبلۍ په ودانۍ کې په "امن جرګه" کې پرېکړه شوې وه چې په صوبه کې به داسې پوځي عملیات نه تر سره کېږي چې له امله یې خلک بې کوره شي.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.

د هغو سیمو اوسېدونکو په نښتو او د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پر ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي.

بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.

پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د جنورۍ پر ۱۰مه په یو بیان کې دعوه وکړه چې د همدې میاشتې پر اتمه یې په شمالي وزیرستان او کورمه کې په هدفي عملیاتو کې ۱۱ مشکوک وسلوال وژلي دي.

XS
SM
MD
LG